د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: د پوهنې په برخه کې مبهم او کمزوري معیارونه باید له منځه یووړل شي

ولسمشر غني: د پوهنې په برخه کې مبهم او کمزوري معیارونه باید له منځه یووړل شي

Nov 23, 2017 - 17:56

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): ولسمشر غني د کليو په ښوونځيو کې د استعدادونو پر تشخيص د ټينګار تر څنګ وايي چې پر دغو استعدادونو بايد پانګونه وشي.

نوموړي دغه خبرې، په ارګ کې په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو په اړه د بشري قوا عالي شورا په غونډه کې چې نن له غرمې مخکې د ده په مشرۍ جوړه شوې وه، په ډاګه کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په دې ناسته کې وويل چې د پوهنې په برخه کې د حکومت له لوري د وړاندوینې وړ سیاسي ملاتړ شته.

نوموړي د هېواد د پوهنې د رئیسانو او د ښوونځیو د مدیرانو پر شفاف استخدام ټینګار وکړ، وې ویل، دغه بهیر باید شفاف او په روښانه معیارونو ترسره شي.

هغه زیاته کړه، د پوهنې په برخه کې مبهم او کمزوري معیارونه باید له منځه یوړل شي.

غني د واحدې مرجع معلوماتي سیستم پر جوړولو ټینګار وکړ، وې ویل، د دولت ټول ارګانونه باید له یوې مرجع څخه استفاده وکړي او خپل معلومات دې ترلاسه کړي.

د خبرپاڼې په حواله، په دې غونډه کې د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین او د پوهنې وزات سرپرست ډاکټر محمد ابراهیم شینواري د ښوونې او روزنې بین المللي کمېسیون راپور په اړه معلومات ورکړل، وې ویل، دا راپور د هېواد پوهنې وزارت ته ښه درسونه او تجربې وړاندې کوي چې کولای شو له دې څخه په پوهنې وزارت کې د اصلاحاتو په برخه کې استفاده وکړو.

ورپسې د مدنې ټولنې بنسټونو یو شمېر استازو چې په دې غونډه کې يې حضور درلود، د پوهنې د وضعیت په اړه وویل، په دې اړه په یوې طرحې کار کوي چې د بشري قوا عالي شورا راتلونکې غونډې ته به یې وړاندې کړي.

وروسته، د ځوان مخترعینو استازي نواب خلیج د هېواد د پوهنې وضعیت د ښه والي په اړه خپل لیدلوری وړاندې کړ او د پوهنې د بودجې پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ یې وویل، د هېواد اساسي قانون باید په تعلیمي نصاب کې شامل شي او د دولسم ټولګیو فارغین باید د معلوماتي ټکنالوژۍ له وسایلو سره بلد شي.

په دې غونډه کې په زېربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي د ښوونکو پر موثر تدریس او په ښونځیو کې د هغوی پر حضور ټینګار وکړ.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement