ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې يوه پوليس افسر ځان وژنه کړې

په جوزجان کې يوه پوليس افسر ځان وژنه کړې

author avatar
23 Nov 2017 - 17:59
په جوزجان کې يوه پوليس افسر ځان وژنه کړې
author avatar
23 Nov 2017 - 17:59

شبرغان (پژواک، ٢  ليندۍ ٩۶): د جوزجان ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خانقاولسوالۍ کې  نن سهار يوه پوليس  افسر ځانوژنه کړې ده.

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وايي چې يو ځوان ساتنمن چې د خانقا ولسوالۍ په امنيې قوماندانۍ کې يې دنده ترسره کوله، نن سهار د يادې قوماندانۍ د ډوډۍ خوړلو سالون ته تللى، له اشپز  سره يې څو خبرې کړې او  په پاى کې يې ورته ويلي چې " ځان وژنم"

د غفوري په وينا، د پوليسو دغه افسر په داسې حال کې چې خپله خبره خلاصوي، وسله خپل ځان ته نيسي او مخکې له دې چې اشپز يې مخه ونيسي، پر ډزو ځان وژني.

هغه زياته کړه چې پلټونکې ډلې په دې اړه څېړنې پيل کړې، خو تر اوسه نه ده څرګنده چې دغه پوليس افسر ولې خپل ځان وژلى دى.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وويل، خواجه مصطفى چې د پوليسو په جوړښت کې يې نوى فعاليت پيل کړى و، له پوره روغتيا څخه برخمن و.

هغه زياته کړه: "هېڅ داسې نښې نښانې چې د هغه د ذهني تکليف ښودنه وکړي، د نوموړي په څېره کې د هغه د همکارانو او خپلوانو له خوا نه دي ليدل شوې او تر اوسه روښانه نه ده چې هغه ولې دغه کار کړى دى."

خاشي وويل چې د دې قضيې په اړه څېړنې روانې دي، خو تر اوسه يې د لامل په اړه څه اسناد نه دي ترلاسه شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.