ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کريم خليلي: مخامخ او بين الافغاني خبرې د افغانستان د ستونزې غوره حل لاره ده

کريم خليلي: مخامخ او بين الافغاني خبرې د افغانستان د ستونزې غوره حل لاره ده

author avatar
23 Nov 2017 - 10:24
کريم خليلي: مخامخ او بين الافغاني خبرې د افغانستان د ستونزې غوره حل لاره ده
author avatar
23 Nov 2017 - 10:24

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کريم خليلي وايي چې د افغانستان د ستونزې د حل غوره لاره مخامخ او بين الافغاني خبرې اتري دي.

نوموړى دا خبرې تېره ورځ اندونيزيا ته د سولې عالي شورا پلاوي د سفر په څنډه کې هغه علمي ورکشاپ ته کړې چې د یادي شورا له لوري د اندونيزيا له برګاف بنسټ سره د ګډو همکاريو په لړ کې جوړ شوى و.

کريم خليلي د دغه علمي ورکشاف په پاى کې د خپلې وينا په ترڅ کې د افغانستان او اندونيزيا د اړيکو پر 

پياوړتيا ټينګار وکړ، د دې تر څنګ يې له برګاف بنسټ نه هم  مننه وکړه چې د سولې شورا د شته ظرفيتونو په پياوړي کولو کې مرسته کوي.

دوى زياته کړه چې د افغانستان د ستونزې يوه غوره حل لاره دا ده چې مخامخ او بين الافغاني خبرې وشي.

د سولې عالي شورا مشر  همدارنګه خوښي څرګنده کړه چې د افغان سولې موضوع په وروستيو څو ورځو کې يو ځل بيا په نړيواله کچه د بحث موضوع ګرځېدلې ده.

نوموړي د سولې له پروسې نه د اندونيزيا د ولسمشر له ملاتړه مننه وکړه او زياته يې کړه چې له سولې پروسې د فدرال المان او برګاف بنسټ په ګډون نړيوال ملاتړ دې پروسې ته چټکوالى ور بښي.

خليلي زیاته کړه: "په اوسنيو شرايطو کې سوله د افغانستان د ټولو خلکو بنسټيزه اړتيا ده او د افغاني ټولنې په ټولو اقشارو کې د سولې د راتګ لپاره يوه کلي اجماع موجوده ده.))

د سولې شورا د دارالانشاء مشر او د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک هم په دې ناسته کې ګډون درلود.

د يادونې ده، د سولې عالي شورا پلاوي اندونيزيا ته د کريم خليلي په مشرۍ د سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له ولسمشر، مرستيال ولسمشر او د عالمانو شورا له مشر سره ځانګړې ناستې کړې دي. 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.