جلال اباد (پژواک، ۳ لیندۍ ۹۶): د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهیسې د داعش او طالبانو وسله والو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
راپورونه وايي، تر اوسه پورې د پیره خیلو اړوند شاړو مورګۍ،انګور، شيرین ، ظابت قلعه او دوه نور کلي داعش له وسله والو طالبانو نیولي.
د ننګرهار د والي ویاند خوږیانو وزیرو د پیره خیلو سیمې په مربوطاتو کې د داعش او وسله وال طالبانو ترمنځ جګړه تائیدوي،خو د نیول شوو سیمو او اوښتې مرګ ژوبلې په اړه نا خبري ښایي .
عطاالله خوږياڼي پژواک سره د خبرو پر مهال بې ځایه شوو کورنیو ته د مرستو رسولو او د دواړو مخالفو ډلو د ځپلو په برخه کې د خپلو تدابیرو له نیولو څخه هم خبر ورکړ.
خو يوې بلې باوري سرچېنې د نوم نه خپراوي په شرط پژواک ته وويل، د خوږیاڼو ولسوالۍ د پېره خیلو په سیمه کې له تېرې شپې راهیسې د داعش او وسله وال طالبانو ترمنځ جګړې جریان لري.
تر اوسه پورې د پیره خیلو اړوند شاړو مورګۍ،انګور، شرین ، ظابت قلعه او دوه نور کلي داعش له وسله والو طالبانو نیولي.
سرچينې زياته کړه د جګړې له امله یو طالب وژل شوی او دوه ټپیان دي،همدا راز دوه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې دداعشیانو تلفات معلوم ندي ،خو تر شلو زیاتې کورنۍ بې ځایه شوي دي .
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن