ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پېښور د پولیسو یو مهم چارواکی ځانمرګي برید کې وژل شوی

د پېښور د پولیسو یو مهم چارواکی ځانمرګي برید کې وژل شوی

author avatar
24 Nov 2017 - 15:00
د پېښور د پولیسو یو مهم چارواکی ځانمرګي برید کې وژل شوی
author avatar
24 Nov 2017 - 15:00

کابل (پژواک، ۳ لیندۍ ۹۶): په پېښور کې د یوه ځانمرګي برید له امله د خیبر پښتونخوا ایالت د پولیسو مرستیال او د هغه یو ساتونکی وژل شوي او شپږ پولیس ټپیان شوي دي.

په پېښور کې د پولیسو یوه مسوول طاهر خان خبریالانو ته ویلي چې دغه پېښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې د ایالتي پولیسو مرستیال اشرف نور له خپل کوره د دندې پر لور روان و.

هغه وویل چې یوه موټرسایکل سپاره ځانمرګي د پېښور د پولیسو د یاد چارواکي پر موټر چاودنه کړې ده.

طاهر خان زیاته کړه چې په دې چاودنه کې اشرف نور او د هغه یو ساتونکی وژل شوي او شپږ پولیس ټپیان دي.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

پاکستان چارواکي وايي چې په خیبر پښتونخوا کې څو وسله والې ډلې چې پاکستاني طالبان هم په کې شامل دي، فعالیت لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.