ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې وسله والو طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې وسله والو طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Nov 2017 - 11:12
غزني کې وسله والو طالبانو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 Nov 2017 - 11:12

غزني ښار (پژواک، ۳ لیندۍ ۹۶): د غزني امنیتي مسوولین وايي چې تېره شپه د دغه ولایت د ده یک ولسوالۍ په رباط سیمه کې وسله والو مخالفینو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په بایله کې یې ۱۶ طالبانو او پنځو سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د لیندۍ په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ناوخته ګڼ شمېر وسله والو مخالفینو په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

هغه زیاته کړه چې چې په دغو بریدونو کې ۶ طالبان او یو پولیس وژل شوي، لس طالبان او څلور پولیس ټپیان دي.

د سیمې اوسېدونکي هم دغه برید تاییدوي او وایي چې نښته تر ډېره وه او دواړو لورو درنې وسلې کارولې.

د سیمې یوه کس نورالرحمن پژواک ته وویل: ((پوستې ته نږدې طالبان ورغلي وو، زیاتو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې، سهار وختي نور پولیس راغلل، مړي او ټپیان یې یووړل.))

وسله وال طالبان بیا په دغه برید کې ګڼو دولتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پژواک ته وویل چې تېره شپه یې د غزني د ده یک ولسوالۍ د رباط سیمې پر قرارګاه برید کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې یې ۲۵ امنیتي سرتېري وژل شوي دي، درې ټانګونه او یو رینجر موټر یې هم ویجاړ کړي دي.

د مجاهد په وینا چې په برید طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په تېره یوه میاشت کې دا درېیم ځل دی چې طالبان په دې سیمه کې پر یادو امنیتي پوستو بریدونه کوي او په هر ځل یې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د یو بل خبر له مخې، د غزني د مرکز اړوند په خشک سیمه کې درې وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

 د غزني امنیه قوماندان وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل د خشک سیمې په لویه لاره کې ماین ځای پر ځای کړي چې چاودنه یې پرې کړې او درې کسان یې وژلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.