ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د کرکټ معیاری لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

هلمند کې د کرکټ معیاری لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

author avatar
24 Nov 2017 - 15:33
هلمند کې د کرکټ معیاری لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه
author avatar
24 Nov 2017 - 15:33

لښکرګاه (پژواک، ۳ لیندۍ ۹۶): هلمند د کرکټ د لوبو لپاره د معياري لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه، دغه راز په دغه ولایت کې د معتادینو د ۱۸۰ بستریز روغتون چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د افغانستان د کرګټ بورډ رييس شکرالله عاطف مشعل د لیندۍ په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه لوبغالی به د لښکرګاه ښار په صافيانو سيمه کې په معياري ډول د يوه کال په موده کې جوړ شي.

د ده په وينا، د دغه لوبغالي جوړولو لګښت چې ۶۵۰زره ډالره کېږي، له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت ورکوي.

هغه زياته کړه چې د دغه لوبغالي تر څنګ به يوه اکاډمي او ځيني نور د اړتيا وړ برخي د کرکټ بورډ له خوا جوړ شي.

د مشعل په خبره چې په هلمند کې د کرکټ مينه وال زيات دي او د وړتیا په ښودو به ځيني ملي ټېم ته هم لاره پیدا کړي.

په همدي اړه جوړ نیول شوو مراسمو کې له نشه يې توکو سره د مبارزي وزيرې سلامت عظمي وويل چې د هلمند هوا او سيمه د کرکټ لپاره مباسبه ده او له کرکټ بورډ سره یې د دغه لوبغالي په جوړېدو کې مشوره کړې ده.

د اغلې عظيمي په وينا، دوی به له ولايت او کرکټ بورډ سره په ګډه له دې پروژې څارنه کوي او د هر ډول فساد مخه به نیسي.

په هلمند کې يوه لوبغاړي فريدون وويل چې په دغه ولايت کې سلګونه ځوانان په غير معياري لوبغالو کي د کرکټ لوبې کوي.

د ده په وينا، که چېرې ياد ميدان جوړ شي، د يادې لوبې مينه وال ځوانان به ښه روزنه ترلاسه کړي او تشويق به شي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې، په هلمند ولایت کې د معتادينو لپاره ۱۸۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

له نشه يې توکو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظمي دغه ولايت ته د خپل سفر پر مهال وويل دغه روغتون د ۱۸۰ بسترونو په ظرفيت جوړ شوی او ټولې اړتياوې يې په پام کې نيول شوې دي. 

د هغې په وينا چې په دغه روغتون کې د ډاکټرانو لپاره کورونه، ليلیې، د حرفوي زده کړو مرکز او نورې بېلابېلې اسانتیاوې شته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.