کابل (پژواک، ۳ لیندۍ ۹۶): ټاکل شوې سبا (شنبې) د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي له خوا ولسي جرګې ته یوولس نوماند وزیران معرفي شي.
د حکومت د لړلیک له مخې ملي دفاع وزارت ته طارق شاه بهرامي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته فیض الله ذکي، د کانونو او پټرولیم وزارت ته نرګس نهان، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته محمد شفیق ګل اغا شېرزی، د ترانسپورټ وزارت ته حمید طهماسي، د لوړو زده کړو وزارت ته نجیب الله خواجه عمري، د کورنیو چارو وزارت ته ویس احمد برمک، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته شهزادګل اریوبي، د ټولګټو وزارت ته یما یاري، د کلو د پراختیا وزارت ته مجیب الرحمان کریم او د کرنې او اوبو لګولو وزارت ته نصیراحمد درانی نوماند شوي دي.
د ولسي جرګې نایب منشي عرفان الله عرفان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغو کسانو اسناد د حکومت له لوري ولسي جرګې ته سپارل شوي دي.
هغه زیاته کړه: ((د ولسي جرګې د رییسانو د کمېټې د پرېکړې پر اساس، ټاکل شوې سبا د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکي له لوري ۱۱ نوماند وزیران د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.))
اوس مهال ۱۴ وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني او د پوهنې وزارت سرپرست چې مخکې یې د وزیر په توګه کار کاوه، د ولسي جرګې له لوري بې واکه شوي دي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د پوهنې وزارت سرپرست اسدالله حنیف بلخي تېره اوونۍ د ولسمشر له خوا ګوښه شو او پر ځای یې د دغه وزارت د اساسي تعلیماتو معین ابراهیم شینواری د دغه وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.
اوس مهال په ادارو کې د سرپرستۍ د قانون له مخې یو وزارت باید تر دو میاشتو ډېر د سرپرست له خوا اداره نه شي، خو له یادو ۱۴ ولایتونو ډېری یې له یونیم کال راهیسې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن