مزارشريف (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۶) : په شمال زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي څه باندې ۴۰۰ پېښې ثبت شوې دي.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ليندۍ په ۴مه، په دولتي کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيواله ورځ ونمانځل شوه، چې د دولتي چارواکو تر څنګ په کې مدني فعالانو هم برخه لرله.
د ياد پروګرام په څنډه کې د شمال زون د بشر حقوقو خپلواک کمېسون مسوول قاضي سيدمحمد سامع وويل، سږکال په دغه زون کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۴۴۳ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.
نوموړي که څه هم د تېر کال په پرتله په دغه تاوتريخوالي کې ۵ سلنه زياتوالی وښود؛ خو د کورنيو له خوا مېرمنو ته د نفقې نه ورکولو په تړاو يې اندېښنه وښوده.
د هغه په وينا، سږکال په شمال زون کې د بشر حقوقو کمېسون ته د تېرو کلونو په پرتله د نفقې د نه تر لاسه کېدو په تړاو د ښځو ډېر شکايتونه شوي دي.
سامع يې لامل، غريبي، بې روزګاري او ناامني وګڼله.
بلخوا د بلخ ولايت د ښځو چارو رييسه شهلا حديد بيا د تېرو کلونو په پرتله د حقوقو پوهېدو په تړاو د ښځو د پوهې کچې لوړتيا وستايله.
نوموړې زياته کړه، که څه هم ښځه لا له خورا سختيو سره مخ ده؛ خو اوس د ښارونو تر څنګ د کليو مېرمنې هم په خپلو حقوقو د پوهېدو هڅه کوي.
مدني فعالان بيا د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي په پار د ورته پروګرام نيول، بې ځايه لګښت بولي.
مدني فعالې مېرمن نرګس وويل، له تېرې لسيزې چې د ښځو د تاوتريخوالي په تړاو څومره هڅې شوې پايلې يې په هغه اندازه د ياد وړ نه دي.
نوموړې زياته کړه چې لا هم د ښځو د حقوقو تر لاسه کېدو په تړاو هڅې تر ښارونو پورې رالنډې او کلي ترې محروم پاتې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن