ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پوهنې وزارت په چارو او مسوولیتونو کې جدي بدلون ته اړتیا ده”

“د پوهنې وزارت په چارو او مسوولیتونو کې جدي بدلون ته اړتیا ده”

author avatar
25 Nov 2017 - 13:56
“د پوهنې وزارت په چارو او مسوولیتونو کې جدي بدلون ته اړتیا ده”
author avatar
25 Nov 2017 - 13:56

کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٦): د پوهنې سرپرست وزير وايي چې د وزارت اوسنی تشکیل او د دندو وېش په هېڅ صورت د پوهنې اړتیاوې نه شي پوره کولی، له ښوونځي نيولې تر وزيره پورې بايد چارې بدلون ومومي.

د  پوهنې وزارت د نشراتو رييس کبير حقمل د ليندۍ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوهنې وزارت د رهبري پلاوي ځانګړې ناسته، چې موخه يې د تشکيل د سمون او اصلاح پروسې پيل او تکميل دی، پرون د جمعې په ورځ جوړه شوه.

هغه زياته کړه، په ناسته کې د اسيا بنسټ موسسې استازو، چې د معارف د تشکیل پر اصلاح کار کوي، هم برخه لرله.

حقمل وايي، د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد ابراهیم شینواري غونډې ته وویل، چې د وزارت اوسنی تشکیل او د دندو وېش په هېڅ صورت د پوهنې نننۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی.

شينواري ټینګار وکړ چې له ښوونځي نیولې تر وزیره پورې باید چارې بدلون ومومي، صلاحیتونه ووېشل شي او هر څه له یوه مېزه اداره نه شي.

د پوهنې وزارت سرپرست وايي، پوهنه هغه مهال وده کولی او ستونزو ته پر خپل وخت ځواب ویلی شي چې تر ښوونځیو او مدیرانو پورې صلاحیتونه معلوم شي او هېڅ ستونزه دومره ونه غځول شي چې تر حل کېدو پورې د لا نورو ستونزو رامنځته کېدو لامل وګرځي.

کبير حقمل وويل، د رهبرۍ پلاوي نورو غړو هم په ورته وخت کې هر یوه پر دې ټینګار وکړ چې لومړی باید اصلاحات رامنځته شي، بیا د هر لوري او چارواکي مسوولیتونه معلوم شي او تر څنګ یې د صلاحیت او مسوولیت پر بنسټ د پوښتنو او رپوټ اخیستو داسې منظم پروګرام پیل شي چې موجوده ستونزې تکرار نه شي او د نوو مخه هم ونیول شي.

د يادونې ده، معارف د هېواد د ولسمشر تر مشرۍ لاندې د بشري ځواک عالي شورا ته خپل داسې اغېزناکه طرحه وړاندې کړې چې پر بنسټ به یې په مختلفو برخو کې د شته ستونزو د حل لپاره عملي کار وشي.

ډاکتر محمد ابراهیم شینواری تېره اوونۍ د ولسمشر د يوه حکم له مخې د پوهنې د سرپرست وزير په توګه وټاکل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.