ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په درې کلونوکې له ٤١زره ډېرې پراختيايي پروژې پلې شوې دي”

“په درې کلونوکې له ٤١زره ډېرې پراختيايي پروژې پلې شوې دي”

author avatar
25 Nov 2017 - 17:21
“په درې کلونوکې له ٤١زره ډېرې پراختيايي پروژې پلې شوې دي”
author avatar
25 Nov 2017 - 17:21

کابل(پژواک،٤ليندۍ٩٦): د کليو پراختيا او بيا جوړونې وزارت په وروسيتو درېيو کلونو کې  له ٤١زره ډېرې پراختيايي پروژې تطبيق کړې او دغو پروژو ١٢.٤ميليون کليوالو ته پراختيايي خدمتونه برابر کړي دي.

د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت وياند اکبر رستمي په کابل کې يوې خبري غونډې ته د خبروپرمهمال د راتلونکي کال په اړه د يو پر درېيمه افغانانو د خوش بينۍ څرګندولو په اړه د اسيا بنسټ د نظر پوښتنې له راپور څخه د هرکلي په ترڅ کې دغه مطلب بيان کړ.

هغه ددې پروژو په اړه د ډېرو جزييانو له ورکولو پرته وويل چې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت په روان کال کې له ياد شويو پروژو څخه، په ٢٢٥ولسواليو کې ٧٩٢پروژې ګټې اخيستنې ته سپارلې دي.

رستمي چې ددغه وزارت د شاوخوا درې کلونو کړنې يې بيانولې زياته يې کړه:" په ټول هېواد کې ١٥٠٢نورې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي چې د ځينو برخو د عملي کېدو کار يې د مالي کال تر ختمېدو پورې، پاى رسېږي."

ددغه وزارت د بوديجې د لګښت په اړه د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت وياند وويل:" په داسې حال کې چې د مالي کال ٢٦ورځې پاتې دي، د انکشافي بوديجې له ٢٧٢ميليون ډالرو څخه ٧٨سلنه مصرف شوې چې ٦١سلنه لګښت په ماليې وزارت کې ثبت شوى او ١٧سلنه نور په دغه وزارت کې د ثبتېدو په حال کې دى. "

رستمي دغه راز د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د ولسي تړون پروګرام په اړه وويل:" ولسي تړون، افغانستان شموله او د نسلونو تړون دى او د ملي يووالي حکومت په پام کې لري چې په   دې پروګرام سره په راتلونکو کلونو کې په ټول افغانستان کې د خدمتونو او ژوند کچه لوړه کړي، همدا اوس سره له دې چې د کار د پيل لومړى کال يې دى، پر هېواد والو يې له ٤٠ميليون ډالرو ډېره پانګونه کړې او  پر سلو کليو کې ددغې ملي پروژې د انکشافي پروګرام  عملي کېدو ته چمتو دى."

د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت وياند زياته کړه چې يادشوي وزارت د شته ننګونو او سختيو سره سره،د کليوالو د وضعيت د ښه کېدو لپاره کار کوي او د اسيا بنسټ هم په خپل نظر پوښتنه کې د راتلونکي کال په اړه د خلکو د خوش بينۍ واقعيت منعکس کړى دى.

هغه وويل، د ولسي تړون پروګرام هڅه کوي چې په راتلونکي کال کې دوه زره کلي تر پوښښ لاندې ونيسي او همد اوس ددغې ملي پروژې له خوا په  ١٢٠٠کليو کې د پراختيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کاره د پېلېدو لومړني کارونه بشپړ شوي دي.

رستمي دغه راز  وويل چې په راتلونکي کال کې د ولسي تړون لپاره ١٧١ميليون ډالر په پام کې نيول شوي چې ددغه پروګرام د انکشافي پروژو د تطبيق په سيمو کې به د خلکو د ژوند کچې د لوړېدو لامل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.