ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوه بېوزلي پلار دوه پېغلې لوڼې د بېرته بینايۍ په تمه دي

د یوه بېوزلي پلار دوه پېغلې لوڼې د بېرته بینايۍ په تمه دي

author avatar
25 Nov 2017 - 16:03
د یوه بېوزلي پلار دوه پېغلې لوڼې د بېرته بینايۍ په تمه دي
author avatar
25 Nov 2017 - 16:03

کندهار (پژواک، ۴ لیندۍ ۹۶): د کندهار ښار اوسېدونکې شل کلنه خاطره او ۱۸ کلنه صابره هغه دوې خوندې دي چې شاوخوا ۱۶ کلونه مخکې یې په یوه پېښه کې د خپلو سترګو لید له لاسه ورکړ.

د یوه ناوسه پلار دا دوه لوڼې اوس د خپلو سترګو د رڼايي د بیا راګرځېدو په تمه دي.

دغو دوو خويندو هغه مهال د یوه هوايي برید له امله د خپلو سترګو لید له لاسه ورکړ چې نړۍ ته یې د ګام ایښودو ایله دوه- درې کلونه تېر شوي وو او لا یې د نړۍ رنګونه ښه نه وو لیدلي.

د دغو دوو نجونو ناوسه پلار خان محمد د خپلو اوښکو په بدرګه د خپل زړه د ټوټو همدا له درده ډکه کیسه کوي.

هغه چې په خپله هم معیوب دی او له همدې دوو لوڼو پرته بل اولاد نه لري، په ښار کې پردۍ ټکسي په مزدوري چلوي.

خان محمد چې خپلې دوې لوڼې له لاسو نیولې وې او له پژواک خبري اژانس سره یې د مرکې لپاره د کور انګړ ته را و ایستې خپلې خبرې  داسې پیل کړې: ((زما یوازېنۍ دوې لوڼې روغې دنیا ته راغلې وې، خو د یوه هوايي بمبار زړه چاودونکي غږ ورڅخه د سترګو رڼا وتروړله.))

هغه زیاته کړه، شاوخوا ۱۶ کلونه مخکې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو تازه په افغانستان کې هوايي بریدونه پیل کړي وو او د طالبانو د واک د را پرځولو ورځې پیل شوې وې چې هغه مهال یې کورنۍ د کندهار ښار په ډنډ څلورلارې کې استوګنه لرله.

د ده په خبره، شپه له نیمايي تېره وه، اذانونه لا نه وو شوي، ټول په خواږه خوب ویده وو چې ناڅاپه یو زړه چوونکي غږ ټوله سیمه ولړزوله، هر څه په ګرد او دوړو کې ورک شول او ټول یې له خوبه را ويښ کړل.

دی وايي، د بهرنیو ځواکونو الوتکو د دوی د کور په خوا کې پر یوې ودانۍ بمبار کړی و چې عرب جنګیالي پکې اوسېدل.

نوموړي زياته کړه، که څه هم ظاهراً دغه بمبار د ده د کورنۍ غړي مړه یا ټپیان نه کړل خو دوی ته یې یو لویه غمیزه تر شا پرېښوده.

د ده په وینا، څو ورځې وروسته پوه شول چې یوازېنۍ دوو لوڼو یې خاطرې او صابرې د خپلو سترګو لید له لاسه ورکړی او یو ډول غیر عادي حالت ورته پیدا شوی دی.

هغه زیاته کړه، خپلې لوڼې یې هغه مهال یوه ډاکتر ته یووړې هغه ورته یوه اندازه درمل ورکړل خو دغو درملو د ده د لوڼو ناروغي ښه نه کړه.

دا هغه ورځې وې چې خلک د بهرنیو ځواکونو د بریدونو له وېرې پاکستان ته په تېښته وو چې په دې لړ کې ده هم خپله کورنۍ کویټې ته ولېږله او په خپله د کور د ساتنې لپاره پاتې شو.

دی وايي، دوې اوونۍ وروسته دی په خپله هم کوټې ته ولاړ او په دې لړ کې یې خپلې لوڼې د درملنې لپاره د کراچۍ ښار اغا خان روغتون ته یووړې.

د ده په وینا، ډاکترانو ورته وویل چې د لوڼو پر درملنه یې ۷ لکه کلدارې لګښت راځي، خو ده دا پیسې نه لرلې او همداسې ناکام راستون شو.

خان محمد وايي، په تېرو کلونو کې یې د ډېرو حکومتي چارواکو او شتمنو دروازې ټکولي خو چا هم د مرستې لاس نه دی ورکړی.

ده زياته کړه: ((تېر کال مې غوښتل خپلې لوڼې هند ته د درملنې لپاره یوسم خو د ناوسۍ له امله مې دا کار و نه کړای شو، سږ کال مې بیا هوډ وکړ چې د لوڼو درملنه مې په ترکیه کې وکړم، خو د ویزې اخیستو لپاره د بانک سټېټمنټ ته اړتیا ده چې لږ تر لږه ۱۰ لکه افغانۍ په بانک کې ولرم، خو زه نه دا او نه هم د لوڼو د علاج لپاره پیسې لرم.))

نوموړی وايي، دا چې بل اولاد هم نه لري نو د لوڼو درملنه یې د ژوند په یوه لوی ارمان بدله شوې ده.

دی زیاتوي، نور په یوازې ځان د لوڼو د دغه درد د زغملو توان نه لري، حکومت او نور شتمن دې د ده لاسنیوی وکړي چې د لوڼو درملنه یې وشي او هغوی نړۍ په خپلو سترګو وګوري.

ده له اوښکو په ډکو سترګو وویل: ((دا لوڼو دا حالت یې تر ټولو ډېر ځوروي چې هغوی خپلې همزولې ګوري او له ده پوښتي چې موږ ولې داسې یوو، زموږ سترګې به کله جوړېږي؟))

دی وايي، څو ځلې یې له همدې غمه ان د ځانوژنې هڅه کړې، خو همدې لوڼو یې مخنیوی کړی دی.

نوموړی پر حکومت او شتمنو غږ کوي چې د یوه ناوسه پلار د دوو یوازینیو لوڼو د درملنې په موخه د ده لاسنیوی وکړي.

۱۸ کلنې صابرې چې ارامې خبرې یې کولې له پژواک اژانس سره په مرکه کې وویل: ((یوازینۍ هیله مې دا ده چې په خپلو سترګو نړۍ ووینم، د کورنۍ د اوږو بار و نه اوسم، د نورو نجونو په څېر ژوند وکړم، زده کړې وکړم او وطن ته خدمت وکړم.))

دې په ژړغونې غږ زیاته کړه، پلار یې معیوب او ناوسه دی، د دوی هیلې نه شي پوره کولای، کله چې خپل پلار ته د خپل زړه د غوښتنو په اړه وايي نو هغه ډېر غمجن کېږي او دوی ته له ژړا پرته بل څه نه لري.

هغې هم پر حکومت غږ وکړ چې د دې درملنه وکړي څو د خپلو سترګو رڼايي بېرته ترلاسه کړي.

۲۰ کلنې خاطرې هم وویل چې یوازېنۍ هیله یې د سترګو جوړېدل او د نورو په څېر ژوند کول دي.

هغې پژواک اژانس ته وویل: ((پلار مو زموږ د درملنې لپاره ډېرو ته ورغلی، هغوی ته یې زارۍ کړي خو له منت پرته راسره هیچا هم څه نه دي کړي.))

دا وايي کله چې د خپلو همزولو د ښه ژوند په اړه اوري، نو دا ډېره ځورېږي چې ولې په دې حالت ده او د کومې ګناه سزا ګالي؟

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.