ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شينواری: په ننګرهار کې د نا امنیو له امله کانونه نه شو څارلی

شينواری: په ننګرهار کې د نا امنیو له امله کانونه نه شو څارلی

author avatar
25 Nov 2017 - 12:18
شينواری: په ننګرهار کې د نا امنیو له امله کانونه نه شو څارلی
author avatar
25 Nov 2017 - 12:18

جلال اباد (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۶): د ننګرهار د کانونو او پټروليم رييس وايي، په دغه ولايت کې د نا امنيو له امله ټول کانونه د دوی له نظارته پاتې دي او نه دي خبر چې کانونه په کوم وضعيت کې دي.

د کانونو رييس انجنير سيد صالح شينواري له پژواک خبري اژانس اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په دې برخه کې يې له ولسوالانو او امنيې قوماندانانو همکاري غوښتې، خو تر اوسه ورسره چا همکاري نه ده کړې.

نوموړی وايي، د ننګرهار په ګوشتې، اچين، هسکې مېنې، نازيانو، دوربابا او شېرزادو ولسواليو کې تر ډېره د مرمر، شوکاڼو، نفرايټ، سلپيتين او فلورايټ کانونه موجود دي چې تر ډېره په نا امنو سيمو کې دي.

د کانونو او پټروليم د رييس د معلوماتو له مخې، کلونه وړاندې د يادو کانونو مقدماتي سروې شوې، خو په دې اړه نور جزئيات نشته.

انجنير شينواري وويل، اوسمهال يوازې د شېرزادو ولسوالۍ د شوکاڼي له کانونو قانوني استخراج روان دی چې شپاړس قراردادي شرکتونه يې چارې پر مخ وړي.

د هغه په وينا، د شوکاڼي د پروسس په خاطر ننګرهار کې د نيمه پروسس شل فابريکې هم جوړې شوې چې په کې سلګونه کسانو ته یې د کار زمينه هم برابره کړې ده.

نوموړي د نورو ولسواليو د کانونو معلومات نه درلودل چې غير قانوني استخراج يې کېږي او که نه؛ ځکه چې د ده په وينا، د امنيتي ستونزو له امله نظارت نه شي کولی.

شينواري زياته کړه: ((د امنيت د نشتوالي له امله يې نظارت او مراقبت يو هم نه شو کولی، کله مياشت دوه وروسته ورځو او يوازې يې د ولسواليو له مسوولينو معلومات اخلو.))

د کانونو رييس وايي، د کانونو د قانوني استخراج له چارو هم نظارت محدود دی او تر ډېره د استخراج کوونکو شرکتونو په ځواب ورکولو بسنه کېږي.

هغه وايي: ((قراردادي دا هر څه راسره منلي، محيط زيست، چاپېريال ساتنه، له ولس سره مرسته، نو تر اوسه پورې موږ ته له دغو برخو شکايت راغلی نه دی او موږ خپله هلته ورتللی نه شو.))

خو په ورته وخت کې د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږیاڼی وايي، د کانونو رياست په ټولو ولسواليو کې خپل مديريتونه لري او بايد د هغوی په واسطه دغه موضوع کنټرول کړي او يا يې څارنه وکړي.

نوموړي زياته کړه، ولسوالان د رييس تر امر لاندې نه دي او هغوی په خپل سر کوم کار نه شي کولی، نو رييس بايد ولايت ته رسمي مکتوب را ولېږي او له ولايتي ادارې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.