ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له مجبورۍ د خان نوکري کوم

له مجبورۍ د خان نوکري کوم

author avatar
25 Nov 2017 - 13:07
له مجبورۍ د خان نوکري کوم
author avatar
25 Nov 2017 - 13:07

پل علم(پژواک، ۴ لیندۍ ۹۶): لوګر کې يو ١٥کلن ماشوم له يو خان سره د کال په دوه نيم خرواره غنمو نوکر دى او په بل ځاى کې د کار کولو اجازه هم نه ورکوي.

“له سهاره د ماښام تر اذانه سخت کار کوم، خو که ډېر ضرور کار مې نه وي، رخصت هم نه راکوي او کله نا کله وهل هم خورم.”

دا د ١٥کلن جمال(مستعارنوم) د څرګندونو يوه برخه ده چې لوګر کې  له يو خان سره په غنمو نوکر دى.

دا مهال په لوګر ولايت کې د يو خروار ( ٨٠ منو) غنمو بېه ١٥٠٠٠ افغانۍ ده او مزدورګار په اتو ساعتونو کې ٤٠٠ افغانۍ مزد اخلي.

جمال د کورنۍ اقتصادي ستونزو له امله اړ شوى چې د يو خان په کور کې کار وکړي خو هغه خان پر ده، هر ډول شاقه کارونه کوي او په ټول کال کې بيا د نورو مزدورانو د درېيو مياشتو تنخوا ورکوي.

قانون په دې برخه کې څه وايي؟

د انسان قاچاق او د مهاجرانو د قاچاق د قانون د درېيمې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي چې د ناوړه ګټې اخستنې په منظور د شخص استخدامول او يا هم د زيان مننې يا مجبوريت له حالت څخه ناوړه ګټه اخيستل د انسان قاچاق ګڼل کيږي.

د همدې مادې په بله برخه کې راغلي چې د ناوړه ګټې اخيستنې په موخه د ماشوم تر واک لاندې راوستو ته هم انساني قاچاق ويل کيږي.

د ياد شوي قانون په لسمه ماده کې راغلي، که چېرې د انساني قاچاق په پېښه کې مجني عليه ښځه يا ماشوم وي، د جرم مرتکب په اته کاله بند محکوميږي.

همدې مادو ته په کتو سره جمال هم د انساني قاچاق د يوې پېښې ښکار شوى دى.

نوموړى د لوګر ولايت د مرکز پل علم د هارون خېلو کلي اوسېدونکى دى، پنځه وروڼه او دوه خويندې لري، پلار يې مړ دى.

جمال: مور مې زه له خان سره نوکر کړى يم

هغه پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د کور سرپرستي کوي، نو اړ دى چې د خوراک او څښاک لپاره هم يو څه پيدا کړي.

جمال غواګانې د څرولو لپاره پټيو ته بېولې وې، هغه د پټيو په منځ کې ناست و او د زړه خواله يې له پژواک سره کوله.

ده وويل: (( د کور او له کوره بهر کار کولو مسووليت يې ماته راکړى او تر څو چې ډېر ضرورت نه وي ماته د رخصت اجازه هم نه راکوي.))

دى وايي چې عمر يې کم دى څوک يې مزدورۍ ته نه بيايي نو اړ شوى چې د خان په کور کې په غنمو نوکري وکړي.

هغه خپلې دندې دغه شان حساب کړې: (( د څارويو ځاى پاکوم، اوبه ورکوم، پټيو ته يې بيايم، پټي اوبه کوم، له دوکان نه سودا راوړم، په ژمي کې له بامونو وارې پاکوم، د کلي ملا او په حجره کې مېلمنو ته ډوډۍ وړم، د باغ او د ځنګلونو ساتنه يې کوم او نور هر څه چې وي هغه ورته کوم، خو کله خان، کله يې مېرمن او کله يې د کورنۍ نور غړي ښکنځل راته کوي او يا مې وهي.))

جمال ژړغونى شو او ويې ويل: ((څلور کاله کيږي، له دې خان سره کار کوم، کله مې زړه کېږي چې کار يې پريږدم، خو خپل وروڼه او خويندې مې چې په يادېږي نو نه غواړم چې کار يې پرېږدم.))

ده وويل چې مور يې له دې خان سره د کال په دوه سوه منه غنمو نوکر کړى ترڅو د کور اړتياوې پرې پوره کړي.

نوموړي زياته کړه: ” په دې غنمو زموږ د ټول کال ګوزاره نه کيږي، مور مې دوه غواګانې ساتلي چې شيدې او مستې يې خرڅوو.”

د هغه په وينا، د جمعې ترڅنګ په نورو رخصتيو ورځو کې هم کار ته ورځې ترڅو له کوم ناړه حرکت سره مخ نه شي.

جمال د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ” تر څلورم پورې مې مکتب ويلى خو پلار مې چې مړ شو، مکتب رانه پاتې شو.”

هغه وويل چې لويه هيله يې د نورو کسانو په څېر له کمو ستونزو سره ژوند کول دي.

ساره: لويه هيله مې دا ده چې جمال مکتب و وايي

پنځوس کلنه ساره( مستعار نوم) د جمال مور ده، زړې جامې يې پر تن وې او د ژوند ستونزو يې د پوستکي رنګ هم تور کړى دى.

هغې پژواک سره د مرکې پرمهال وويل، له کومې ورځې يې چې خاوند وفات شوى نور يې ښه ورځ نه ده ليدلې.

دې زياته کړه: ” زه دعا کوم چې الله ج دې هيڅ مسلمان بنده په دومره مشکلاتو کې نه را ګير کوي.”

ساره وايي چې د ژوند په ټولو چارو ښه پوهيږي خو د اقتصادي ستونزو له امله يې خپل کوچنې زوى د خان په کور کې نوکر کړى دى.

دى وويل: ” جمال بايد په دې عمر کې مکتب ته تللى واى خو څه وکړم د غريبۍ له امله په غنمو باندې له يو خان سره نوکر کړى دى.”

ساره وايي که جمال کار ونه کړي خو نور بچيان به يې له ولږې مړه شي.

نوموړې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “جمال ډير کوچنى و چې دې خان له ځان سره نوکر کړى اوس غټ شوى نو خوښه هم د خان ده چې جمال پريږدي بل ځاى کار وکړي او کنه.”

ساره وايي، تر ټولو لويه هيله يې دا ده چې جمال او نور ماشومان يې زده کړې او يوه ورځ يې اقتصادي ستونزې هوارې شي.

بل لورته بيا د جمال تره احمدالله (مستعار نوم) پژواک ته وويل چې ورور يې پنځه کاله وړاندې د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوى دى.

هغه وايي: “له ورور نه مې اووه ماشومان پاتې شول، زه خپله هم دهقان يم، نشم کولى چې له هغوى سره کمک وکړم، مور يې جمال له يو خان سره نوکر کړى او بس همدا جمال دى چې خپل کورته ډوډۍ پيدا کوي.”

ده پر حکومت نيوکه وکړه چې له بيوزلو کورنيو سره مرستې نه کوي نو هغوى هم اړ کيږي چې خپل ماشومان د شاقه کارونو لپاره وګوماري.

د کلي خان: د جمال د کورنۍ له ژمنۍ سره سم، دغه هلک بايد له ماسره کار وکړي.

بل لورته ميراحمد خان(مستعار نو) هم دا تاييدوي چې جمال له تېرو څلورو کلونو راهيسې ورسره د کور په کارونو کې مرسته کوي.

ده وويل چې ځمکې يې ډېرې دي نو دى په يواځې ځان ټولو کارونو ته رسيدنه نشي کولى.

هغه وايي: ” جمال وړوکى و چې ما ځان سره نوکر کړ، په هېڅ شي نه پوهېده اوس غټ شوى او کار يې هم زده کړى دى، نو کورنۍ يې له ما سره وعده کړې وه چې دې به تا سره کار کوي نو دى اوس بل ځاى ته د کار لپاره نه شي تللى.”

خان وايي چې پر خپلو مزدورانو ظلم نه کوي، ځکه هر يوه ته يې په اوله د هغې دندې ويلي.

د هغه په وينا، جمال ته د کال دوه نيم خرواره غنم ورکوي، په اخترونو کې جامې ورته کوي او دوه وخته په مړه کېډه ډوډۍ ورکوي.

ولايتي شورا : د بېوزلۍ له امله ډېر ماشومان په کورونو کې کار کوي

دغه راز د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې په هېواد کې د پرله پسې جګړو له امله يو شمېر کورنۍ بې سرپرسته شوي او اوس پر خپلو ماشومانو شاقه کارونه کوي.

هغه وايي: ” په دې ولايت کې ډېر داسې ماشومان شته چې کورونو کې سرپرستان نه لري خو اړ شوي چې د يو او بل په کور کې کار وکړي ترڅو يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي.”

ده وويل چې ولايتي شورا څو ځلې د ماشومانو د شاقه کارونو په اړه له حکومتي چارواکو سره خبرې کړي، خو تر اوسه کوم مثبت نه دى ترلاسه کړى.

د بشري حقونو کمېسيون: د ماشونو حقونو ته بايد درناوى وشي.

د اړوندې موضوع په اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون وياند محمد بلال صديقي پژواک ته وويل چې پر ماشومانو د درنو کارونو ترسره کول، د هغوى له حقوقو سره زياتى دى.

ده وويل: ” موږ  د لوګر په ګډون د هېواد په بيلابيلو ولايتونو کې د ماشومانو د حقونو په برخه کې د عامه پوهاوي برنامې ترسره کړي.”

ده له کورنيو او نورو خلکو غوښتنه وکړه چې د ماشومانو د ښې راتلوونکې په موخه پر هغوى درانه کارونه ترسره نه کړي.

د قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسيون: دغه شان کړنې په ښکاره ډول د انسان قاچاق دى.

د انسان او مهاجرانو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسيون غړي محمد حسن سليمي پژواک ته وويل چې دغه ډول کړنۍ په ښکاره ډول د انسان قاچاق او جرم دى.

ده  زياته کړه چې دغه کمېسيون په دې برخه کې عامه پوهاوى کړى او نور د امنيتي ارګانونو دنده ده چې پر وړاندې يې اقدام وکړي.

امنيتي چارواکي: په دې برخه کې تر اوسه چا شکايت نه دى کړى

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند محمد شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې په ډېرو کورونو کې ماشومان د کال په مزدورۍ ګومارل شوي دي.

خو ده وويل: ” تر اوسه چا موږ ته شکايت نه دى کړى چې زموږ ماشوم چا په زور نيولى دى کار پرې کوي او يا هم په بل ځاى کې د کار کولو اجازه نه ورکوي.”

احمدزى وايي، که څوک په دې برخه کې دوى ته شکايت وکړي نو دوى به له قانون سره سم يې پر وړاندې چلند وکړي.

دا يواځې لوګر نه دى چې ماشومان په کې په دغه ډول شاقه کارونو ګومارل شوي، د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم د دغه کړنو بېلګې ليدل کيږي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.