کندهار (پژواک، ۴ لیندۍ ۹۶): د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فېروز الدین فېروز کندهار ته سفر وکړ او دغلته یې د دوو روغتیايي پروژو د بنسټ ډبره کېښوده چې ۱۸ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي.
دغه راز هغه د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې بشپړې شوې پروژې پرانیسته هم وکړه.
د عامې روغتیا وزیر لومړی د کندهار ولایت له والي سره ولیدل او دغلته یې د روغتیا په برخه کې پر شته ستونزو بحث وکړ.
د کندهار والي زلمي ویسا وویل، د عامې روغتیا وزارت دې د کندهار ښار تر څنګ په ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو شمېر ډېر کړي او د میرویس حوزوي روغتون د تشکیل د کمښت ستونزه دې حل کړي.
هغه دغه راز غوښتنه وکړه چې په کندهار کې دې د زون په کچه ځانګړی نسايي ولادي روغتون جوړ کړي او ۳۵۰ بستیریز روغتون دې ژر فعال کړي چې دا مهال یې د جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې به د روغتیایي اسانتیاوو په ډېرولو کې کار کوي.
له دې لیدنې وروسته، نوموړی له والي سره یو ځای میرویس حوزوي روغتون ته لاړ او هلته یې د پښتورګو د درملنې ځانګړې څانګه پرانیسته.
وزیر د یادې څانګې پر فعالولو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې له دې وروسته به د پښتورګو ناروغان بهر ته د درملنې لپاره نه ځي او په ميرویس روغتون کې به يې درملنه کېږي.
وروسته د عامې روغتيا وزیر او کندهار والي عينو مینې ته لاړل او هلته يې د ۱۸ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د دوو نورو پروژو د بنسټ ډبره کېښودله.
لومړۍ پروژه د درملو، روغتيايي محصولاتو او خوراکي توکو د کیفيت د کنټرول د حوزوي لابراتوار وه چې د عامې روغتيا وزارت له خوا د ۳ ميليونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
ياد لابراتوار به ۱۸ خونې ولري او په ۳ پوړه کې به د يو نیم کال په موده کې جوړ شي.
د دې تر څنګ وزیر د درملو د فابریکې د بنسټ ډبره هم کېښوده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن