ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان ګيزاب ولسوالۍ کې يو شمېر بند ښوونځي خلاص شوي

د اروزګان ګيزاب ولسوالۍ کې يو شمېر بند ښوونځي خلاص شوي

author avatar
26 Nov 2017 - 18:10
د اروزګان ګيزاب ولسوالۍ کې يو شمېر بند ښوونځي خلاص شوي
author avatar
26 Nov 2017 - 18:10

ترينکوټ ( پژواک، ۵ ليندۍ ۹۶): چارواکي وايي چې  د اروزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې له تېرو څو مياشتو راهيسې ١٤ بابه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص شوي دي.

خو دوى زياتوي، لا هم  د ښوونکو نشتون، د درسي کتابونو کمښت او د ښوونځيو لپاره د ودانیو نشتوالى هغه ستونزې دي، چې زده کوونکي ورسره مخ دي.

دغلته زده کوونکي او د کورنۍ مشران یې له مسوولینو څخه غواړي چې د پوهنې په برخه کې پاملرنه  زیاته کړي.

ګیزاب د اروزګان ولايت د مرکز په شمال لوېدیځ کې د ۷۵ کیلومتره واټن په لرې زالي سره هغه ولسوالۍ ده چې د دولت  له هر ډول پرمختګونو بې برخې او خلک یې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

په دغه ولسوالۍ کې د شهید فضل الحق د لېسې د اووم ټولګي زده کوونکى روح الله وايي،که څه هم دوی په دوامداره توګه د زده کړو لپاره راځي خو  ښوونکي  او  درسي کتابونه نه لري او د ښوونځیو لپاره ودانۍ هم نشته.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دې اړه يې له مسوولينو څو ځله غوښتنه کړې چې ستونزې يې حل کړي،خو تر اوسه يې ستونزې نه دي هوارې شوي.

د ګيزاب ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى محمد قدیم وايي،  ددغې ولسوالۍ خلک له معارف سره زیاته مینه لري او خپل ماشومان په ډېره مينه ښوونځيو ته لېږي خو په ښوونځیو کې کتابونه نشته.

د ګیزاب ولسوالۍ د پوهنې امر نعمت الله اغا که څه هم یوشمېر ستونزې مني، خو وايي چې سږکال پر دې توانېدلي چې ۱۴ بند ښوونځي یوځل بیا د زده کوونکو پر مخ خلاص او هغوی ته د زده کړو زمينه برابره کړي.

د نوموړي په وينا، په ګیزاب کې دامهال ۷۹ ښوونځي شته چې د هغو له جملې څخه یې  ۶۰ فعال او  په زرګونو زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

د پوهني امر وايي، لاهم په دغه ولسوالۍ کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

 نعمت الله اغا وويل ، دوی ټولې ستونزې تر  ولايتي مسوولينو رسولي او هغوی ورسره ژمنه کړې چې لاسرسی به ورته وکړي.

د اروزګان د پوهنې رييس احسان الله ناشر وايي، د ښوونځیو لپاره د ودانیو د نشت ستونزه نه يوازې په ګیزاب ولسوالۍ کې شته، بلکې د ټول ولايت ٤٥ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.