ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل پوهنتون رييس: د زهرا خاوري  ځان وژنه جنايي قضيه ده

د کابل پوهنتون رييس: د زهرا خاوري ځان وژنه جنايي قضيه ده

author avatar
26 Nov 2017 - 17:07
د کابل پوهنتون رييس: د زهرا خاوري  ځان وژنه جنايي قضيه ده
author avatar
26 Nov 2017 - 17:07

کابل(پژواک، ٥ ليندۍ ٩٦): د کابل پوهنتون رييس وايي، په دې پوهنتون کې د يوې محصلې ځان وژنې ته په داسې حال کې سياسي رنګ ورکړل شوى چې دغه قضيه جنايي قضيه ده او په اړه يې څېړنې روانې دي.

د کابل پوهنتون رييس حميدالله فاروقي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل  چې د دې پېښې په تړاو د جنايي، عدلي او قضايي ارګانونو څېړنې روانې دي او تر څېړنو وروسته به يې پايلې له خلکو سره شريکې کړي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، د کابل پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي د پنځم ټولګي محصلې زهرا خاوري  د لړم په ۲۸ مه د کابل پوهنتون د نجونو په ليليه کې ځان وژنه وکړه.

د خاوري  خپلوان او ټولګيوال وايي، زهرا له دې امله ځان وژنه کړې چې د هغې مونوګراف څو ځله د لارښود استاد له خوا رد شوى دى. دغه راز ځينو کسانو ادعا کړې چې له زهرا خاوري سره تبعيض شوى دى.

د کابل پوهنتون رييس حميدالله فاروقي نن خبريالانو ته په دې اړه وويل : "د زهرا خاوري د ځان وژنې پېښه يوه جرمي او جنايي پېښه ده، په عدلي او قضايي ارګانونو کې د قانون او مقرراتو په رڼا کې څېړل  کېږي، د کابل پوهنتون او ځانګړې کمېټه ژمنه ده چې ياد ارګانونه خپلې لاسته راوړنې له موږ سره شريکې کړي."

دی وايي، له دې پېښې راورسته  کابل پوهنتون څېړنې پيل کړي او ژمنه کوي چې د زهرا دوسيه په جدي ډول وڅېړي؛ او ورسره د پوليسو او جنايي چارواکو کړنې هم و څاري.

هغه زياتوي:"د جنايي، عدلي او قضايي ارګانونو تر څنګ د کابل پوهنتون، لوړو زده کړو وزارت او د دې پوهنتون د محصلينو ګډه ځانګړې کمېټه هم جوړه شوې تر څو د پوليسو او جنايي کارکونکو کړنې په شفاف او بې پلوي ډول وڅاري."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.