ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شمال ته د کډوالو راستنېدو په شمېر کې  پنځه برابره کمښت راغلى

شمال ته د کډوالو راستنېدو په شمېر کې پنځه برابره کمښت راغلى

author avatar
26 Nov 2017 - 17:03
شمال ته د کډوالو راستنېدو په شمېر کې  پنځه برابره کمښت راغلى
author avatar
26 Nov 2017 - 17:03

مزارشريف (پژواک، ۵ ليندۍ۹۶) د شمال زون د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنري وايي چې د هېواد شمال ته له پاکستان او ايران څخه د راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې پنځه برابره کمښت راغلی دی.

دغې کمېشنرۍ د ليندۍ په ۵مه، د شمال زون په کچه له بې ځايه شويو او له بهره راستنو شويو کورنيو سره د ژمنيو مرستو لړۍ پيل کړه.

په شمال زون کې د يادې کمشنرۍ استازي سريچکو نريمان د دغو مرستو د وېش پر مهال رسنيو ته وويل، د تېر کال په پرتله په روان زيږديز کال کې له پاکستان او ايران څخه د کډوالو د راستنېدو کچه خورا ټيټه شوې ده.

نوموړي زياته کړه،په ۲۰۱۶ کې د افغانستان شمال ته له پاکستان او ايران څخه کابو د افغان کډوالو ۸۰ زره کورنۍ بېرته ستنې شوې وې.

خو هغه وايي، په روان ۲۰۱۷  کال کې تر دې دمه ۱۵زره کورنۍ شمال ته ستنې شوې دي.

نريمان وايي، دا ښيي چې د تېر کال په پرتله  پنځه برابره کم کډوال راغلي دي.

نوموړي په شمال زون کې له بې ځايو شويو او له بهره راستنو شويو کورنيو سره د مرستو د پيل شوې لړۍ په تړاو وويل، په پام کې لري چې شمال او شمال ختيځ کې له ۱۲۵۰۰ کورنيو سره مرستې وکړي.

د هغه په وينا، هرې کورنۍ ته به له ځينو توکو سره ۲۰۰ امريکايي ډالر د ژمنيو مرستو په توګه ورکړل شي.

مېرمن ګلثومه، چې له خپلې کورنۍ سره مزارشريف ښار ته بې ځايه شوې وه، له دغو مرستو برخمنه  شوه.

نوموړې د مننې تر څنګ له افغان دولت څخه د روان ژمي په اوږدو کې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.

بلخوا د بلخ د کډوالو چارو رييس عبدالصبور قادري پژواک ته وويل، سږکال دغه ولايت ته د شمال زون له نورو ولايتونو څخه ۲۵۰۰ کورنۍ بې ځايه شوې دي.

نوموړي د دغو کورنيو د بې ځايه کېدو لامل ناامني او بې روزګاري وګڼله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.