ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې دولتي کارکوونکي او عام خلک پر نوي کابل بانک نيوکه کوي

پکتيکا کې دولتي کارکوونکي او عام خلک پر نوي کابل بانک نيوکه کوي

author avatar
26 Nov 2017 - 11:38
پکتيکا کې دولتي کارکوونکي او عام خلک پر نوي کابل بانک نيوکه کوي
author avatar
26 Nov 2017 - 11:38

ښرنه(پژواک،٥ليندۍ٩٦): پکتيکا کې دولتي کارکوونکي او عام خلک پر نوي کابل بانک نيوکه کوي چې د بېلابېلو ستونزو له امله حواله شوې تنخواوې يې په خپل وخت نه شي ورکولى.

په پکتيکا کې له سهاره د مازيګر تر څلورو بجو پورې د نورو کسانو ترڅنګ د ملي اردو او پوليسو سرتېري د نو کابل بانک دروازې ته ولاړ وي، ترڅو خپلې حواله شوې تنخواوې ترلاسه کړي ، خو مازيګر خالي لاسونه بېرته ګرځي.

د يادو کسانو له ډلې څخه د ملي اردو يوه سرتېري سميع الله (مستعار نوم) د ليندۍ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پنځو ورځو په تېرېدو سره تر اوسه نه دى توانېدلى چې خپله تنخوا ترلاسه کړي.

هغه زياته کړه: (( زما وظيفه په برمل سرحدي ولسوالۍ کې ده لاره نا امنه ده په مشکلاتو راغلى يم غواړم معاش واخلم او کورته يې ولېږم، خو دا پنځه ورځې کيږي چې پيسې نشم ترلاسه کولى.))

دغه راز د کابل بانک مخې ته يو تن پوليس کټواز هم پژواک ته وويل چې د څو ورځو په تېرېدو سره تر اوسه نه دى توانېدلى چې خپله تنخوا ترلاسه کړي.

هغه وايي: (( بيروبار هم ډېر دى، د چاودنې وېره هم شته خو دوى نه شي کولى چې په خپل وخت معاش ورکوي.))

يو تن معلول عصمت الله پژواک ته وويل: (( زه له ولسوالۍ نه راغلى يم، درې ورځې کيږي، بانک مې پيسې نه راکوي په هوټل کې اوسېږم، نو که اوس پيسې راکړي ايله د هوټل پور خلاص کړم.))

يادو او يو شمېر نورو کسانو ويل، د بانک مسوولين ورته وايي چې د تخنيکي ستونزو له امله نه شي کولى په خپل وخت او ډېر ژر دوى ته حواله شوې پيسې ورکړي.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې په پکتيکا کې د نوي کابل بانک مشر پيرمحمد پژواک ته وويل چې دغه ستونزه د لنډې مودې لپاره ده او ډېر ژر به حل شي.

ده وويل: (( د زون په کچه په کابل بانک کې تخنيکي ستونزه پيدا شوې او د حل لپاره يې کوښښ روان دى.))

بل لورته د پکتيکا ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي چې د دولتي کارکوونکو د تنخواوو په برخه کې له عزيزي بانک سره خبرې روانې دي ترڅو ياده ستونزه هواره شي.

د يادونې  ده چې څو کاله وړاندې کابل بانک له بحران سره مخ شو چې له هغه وروسته دې بانک په دولتي چوکاټ کې د نوي کابل په نوم فعاليت پيل کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.