ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فلم جوړونې هنر ته د جدي پاملرنې غوښتنه وشوه

د فلم جوړونې هنر ته د جدي پاملرنې غوښتنه وشوه

author avatar
27 Nov 2017 - 18:28
د فلم جوړونې هنر ته د جدي پاملرنې غوښتنه وشوه
author avatar
27 Nov 2017 - 18:28

مزارشريف (پژواک،۶ليندۍ۹۶): افغان ځوان سينماګرانو له دولت څخه د فلم جوړونې هنر ته د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

دوی د ليندۍ په ۶مه، د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار کې د ځوان افغان سينماګرانو ټولنې څانګه هم پرانيسته.

د يادې ټولنې مشر عارف نوري د دې ټولنې د جوړېدو هدف د سينما هنر د ودې لپاره د دولت د پاملرنې راړول په ګوته کړل.

نوموړي زياته کړه، چې په افغان ځوانانو کې د فلم جوړونې هنر ډېر دی، خو د امکاناتو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغه په هېواد کې د سينماګانو له منځه وړل د فلمي هنر پر وړاندې ستر ناورين وباله.

عارف وويل: (( يو مهال په بلخ کې سينما فعاليت درلوده؛ خو ورانه کړای شوه او پر ځای يې اوس پارکينګ جوړ شوى دی.))

نوموړي له دولت څخه د هر اړخيز ملاتړ غوښتنه وکړه.

د افغان فلمونو ښځينه لوبغاړې سونيا سروري، چې د دغې ټولنې په پرانيسته کې يې برخه لرله؛ پژواک ته وويل، چې افغان هنرمندان وړتيا لري؛ خو ملاتړ يې نه کېږي.

نوموړې زياته کړه: ((موږ چې کله په نورو هېوادونو کې د خلکو مينه له خپلو هنرمندانو سره ګورو نو دلته هېڅ د پرتلې وړ نه ده.))

د هغې په وينا، د بوديجې د کمښت له امله ډېری وخت د کار له کمښت سره مخ کېږي او همدا لامل دی  چې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

خو سونيا وويل، لا هم هيله منه ده او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست رييس خليق وايي، دوی تل د افغان سينماګرانو قانوني ملاتړ کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.