ښرنه (پژواک،٦ليندۍ٩٦): د پکتيکا ولايت سلګونو اوسېدونکو د تېرې ورځې پېښې په غبرګون کې پر لاريون لاس پورې کړ.
پرون مازيګر مهال د ښرنې په ښار کې د امنيې قوماندانۍ د کنډک د قوماندان دويم څارن رمزي او د لومړۍ حوزې د امر تحمل شېرزاد ترمنځ جګړه وشوه.
د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې دوه پوليس او يو عام وګړى و وژل شول او ٢١ تنه نور ټپيان شول.
د يادې پېښې په غبرګون کې د پکتيکا ولايت سلګونو اوسېدونکو لاريون وکړ، چې دغه لاريون سهار لس بجې پيل شو او تر نږدې مازيګره يې دوام وکړ.
يو تن لاريون کوونکي مولوي معصوم خيري پژواک ته وويل چې لاريون کوونکي د يادو کسانو علني محاکمه غواړي.
هغه وايي: (( ددې کسانو د بې ځايه جګړې او بې غورۍ له امله عامو خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.))
ده ګواښ وکړ چې که ياد شوي کسان محاکمه نه شي نو دوى به له دولت سره پرېکون اعلان کړي.
دغه راز بل لاريون کوونکي اميرخان وويل چې پوليس بايد د نورو امنيت ټينګ کړي خو تېره ورځ خپله پوليسو خلک وژلي دي.
ده هم ټينګار وکړ چې دغه کسان بايد د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.
يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه په پکتيکا کې د ځانګړو ځواکونو قوماندان ډګروال عزيزالله کاروان پژواک ته وويل چې دواړه لوري نيول شوي او د څېړنو په موخه ملي امنيت ته سپارل شوي دي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په ځينو سيمو کې عام خلک د پوليسو ډزو کې وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن