ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د جګړو له امله ۲۵۰۰ نورې کورنۍ کډوالې شوې

ننګرهار کې د جګړو له امله ۲۵۰۰ نورې کورنۍ کډوالې شوې

author avatar
27 Nov 2017 - 16:41
ننګرهار کې د جګړو له امله ۲۵۰۰ نورې کورنۍ کډوالې شوې
author avatar
27 Nov 2017 - 16:41

جلال اباد (پژواک، ۶ لیندۍ ۹۶): د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي چې تازه ۲۵۰۰ نورې کورنۍ هم د جګړو له امله بې ځايه شوې دي.

په دې ولسوالۍ کې له تېرو دوو مياشتو راهیسې د داعش او طالب وسله والو تر منځ خپلمنځي نښتې پيل شوې چې له امله يې ډېر زيان ځايي اوسېدونکو ته اوښتی دی.

پخوا هم له دغو جګړو زرګونه کورنۍ بېځايه شوې وې چې تر ډېره يې مرستو ته اړتيا درلوده، خو تر دې مهاله ورسره مرسته نه ده شوې.

د خوږیاڼو ولسوالۍ له ځینو سیمو بېځایه شوي ولسي خلک وایي، داعش وسله والو یې کورونه سوځول او مالونه یې لوټل؛ ځکه له سیمې وتښتېدل.

خو له تېرو درېیو ورځو راهیسې د دغو دواړو ډلو تر منځ جګړې سخت زور اخیستی.

سیمه ییز چارواکي وایي، داعش وسله والې ډلې تازه نورې سیمې هم له طالب وسله والو نیولې؛ ځکه د خلکو د بېځایه کېدو بهیر هم تیز شوی.

د خوږیاڼو د وزیرو تنګي یو اوسېدونکی کارخېل وايي، پر سيمه یې د داعش تر بريد وروسته وسله وال تللي؛ نو ځکه خو خلکو له اړې ورځې او د جګړې له وېرې کورونه پرېيښي دي.

هغه د ليندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د سر خطر دې ته اړ کړی چې کور پرېږدي، خو معلومه نه ده چې راتلونکی به يې څنګه وي.

د دې ولسوالۍ د کامبو سیمې یو اوسېدونکی بوړ بنګ وايي، جګړې ډېر زور اخيستی و، کورونه، مالونه او خپله دوی د مرميو له اوره بچ نه پاتې کېدل، نو ځکه يې ځانونه خوندي سيمو ته را ایستلي دي.

د هغه په وينا، ډېرو خو يوازې خپل سرونه او اولادونه د جګړې له سيمې بهر کړي او اوس په شاړو ډاګونو کې د ستونزو ډکې شېبې تېروي.

په بېځایه شوو کې یو شمېر یې له ځان سره زړې خېمې لري چې ځان پرې د ژمي له سړې هوا وساتي، خو یو شمېر هغه یې چې په نیمه شپه له سیمې راووتې دا زړې خېمې هم نه لري او تر شنه اسمان لاندې د ژمي یخې شپې سبا کوي.

ځايي چارواکي د جګړې د دوام او له امله د خلکو د بې ځايه کېدو راپورونه تاييدوي خو وسله والو ته د اوښتو تلفاتو په تړاو کره معلومات نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.