ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“مورا” له لوړې ماليې، د زورواکو له لاسوهنې او د دولت له نه پاملرنې شکايت کوي

“مورا” له لوړې ماليې، د زورواکو له لاسوهنې او د دولت له نه پاملرنې شکايت کوي

author avatar
28 Nov 2017 - 15:18
“مورا” له لوړې ماليې، د زورواکو له لاسوهنې او د دولت له نه پاملرنې شکايت کوي
author avatar
28 Nov 2017 - 15:18

کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٦): د ښځو ښوونيز بنسټ (مورا) د لوړې ماليې له ورکړې، د زورواکو له لاسوهنې او ورته بنسټونو ته د دولت له نه پاملرنې شکايت کوي او وايي چې که وضعيت همداسې دوام وکړي، دغه بنسټ به پر زياتو هڅو سربېره هم بند شي.

د افغان ښځو لپاره ځانګړى بنسټ (مورا) ښوونيز او تحصيلي ارګان، د کابل ښار په شمال لوېديځ کې موقعيت لري چې د ښوونيزو دانيو، ليليې، کنفرانس سالون، کتابتون او لوبغالي په لرلو سره په ٢١جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.

د دغه ارګان ټولې چارې چې مديريت، بڼوالي، صفا کاري، تخنيک او برېښنا په کې راځي، د مسلکي ښځو له لوري مخې ته وړل کېږي.

د ياد ارګان بنسټګر دوکتور عزيزالله امير له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د مورا د جوړولو مفکوره يې خپله ورکړې ده؛ ځکه چې د ماشومتوب پر مهال چې لا ٩ کلن نه و، مور يې د ښځينه ډاکترې د نشتوالي له امله نارينه ډاکتر ته د نه حاضرېدو په سبب د پوستکي د ډېرې عادي ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، کلتوري او دوديزو مسايلو او ديني ارزښتونو ته ژمنتيا د دې سبب شوې چې ګڼې کورنۍ هغو ښوونځيو، د لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو ته د خپلو لوڼو د ورتګ مخنيوى وکړي چې هلته هلکان هم دي.

هغه زياته کړه، د مورا د جوړېدو لپاره ورسره بله انګېزه دا وه چې کورنۍ خپلې لوڼې په ١٤-١٦ کلنۍ کې ودوي او کله چې مور شي، له زده کړو او تحصيل پاتې کېږي، دغه مرکز له داسې مېرمنو سره مرسته کوي چې خپل ماشومان وړکتون او د وړکتون د شيدو ورکولو څانګې ته وسپاري او په ارام زړه درس ووايي.

هغه زياته کړه چې د دغه مرکز تر چتر لاندې د افغان ښځو د لوړو زده کړو موسسه، د افغان نجونو د روغتيايي علومو انسټيټيوټ، د افغان نجونو عالي لېسه او افغان وړکتون فعاليت کوي.

د نوموړي په خبره، ياد بنسټونه يوازې او يوازې افغان ښځو او نجونو ته د تعليم او تحصيل په موخه پرانيستل شوي چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په کې پام کېږي، د تدريس او مديريت چارې يې د لوړو زده کړو لرونکو ښځو پر غاړه ده.

امير زياته کړه، ځيني فکر کوي چې دغه مرکز د ولسمشر په مېرمن رولا غني پورې اړه لري، خو دا ناسمه ده، د هېڅ شخص او بنسټ له لوري نه تمويلېږي او يوازې د ده نوښت دى.

د نوموړي په خبره، دا په داسې حال کې ده چې رولا غني يوازې له معنوي اړخه د دغه بنسټ ملاتړ کړى او د پرانيستې په ورځ يې په غونډه کې ګډون کړى و.

امير په خپلو خبرو کې زياته کړه چې مورا له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده، خو هڅه کوي چې په ننګرهار، خوست، کندهار او بلخ ولايتونو کې هم څانګې ولري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.