ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيه قوماندان: د اروزګان د مرکز او څو ولسواليو د سقوط پلان شنډ شوى

امنيه قوماندان: د اروزګان د مرکز او څو ولسواليو د سقوط پلان شنډ شوى

author avatar
28 Nov 2017 - 09:25
امنيه قوماندان: د اروزګان د مرکز او څو ولسواليو د سقوط پلان شنډ شوى
author avatar
28 Nov 2017 - 09:25

ترينکوټ (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٦): د اروزګان امنيه قوماندان وايي چې وسله والو طالبانو يو ځل بيا د ولايت د مرکز ترينکوټ ښار او يو شمېر ولسواليو د سقوط پلان درلود، خو بريالي نه شول.

امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي وايي چې وسله والو طالبانو سږ کال يو ځل بيا پلان درلود چې په ژمي کې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ په ګډون د چورې، چارچينو او ګيزاب ولسوالیو پر مرکزونو پراخ بريدونه وکړي او دغه سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې دوى له خپل پلان سره سم څو ځلې د ترينکوټ او ولسواليو پر مرکزونه بريدونه هم وکړل، خو د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت وروسته له ماتې سره مخ شول.

مل پاسوال صديقي زياتوي، وسله والو طالبانو د خپلو بهرنیو مشرانو په لارښوونه په پر له پسې توګه لومړی خپل بریدونه له مرکز ترینکوټ څخه پيل کړل، بيا يې تر چورې، چارچینو او چنارتو ولسوالیو پورې وغځول، خو بريالي نه شول.

امنيه قوماندان وويل چې په امنيتي ځواکونو کې د وسله والو طالبانو نفو‌ذي کسانو هغوی ته د بريدونو زمينه برابره کړې وه او يو شمېر امنيتي پوستې يې هم په لاس ورکړې، خو په خبره يې دوی وتوانېدل چې له لاسه وتلې امنيتي پوستې بيا ځلي تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د صدیقي په وينا، په دغو بریدونو کې د قاري په نوم د یو طالب قوماندان په ګډون ګڼ شمېر وسله وال له منځه وړل شوي، دغه راز په چارچينو ولسوالۍ کې درې د اردو سرتېري هم وژل شوي دي.

هغه وايي چې وسله وال طالبان له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي او د هغوى له کورونو پر دولتي ځواکونو بريدونه کوي.

خو طالبانو تل دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.

بلخوا په دغه ولايت کې د ٢٠٥ قول اردو مسوولين وايي چې په وروستيو عملياتو کې ٣١ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دې قول اردو مطبوعاتي مسوول صادق عيسى پژواک ته وويل چې دغه وسله وال د اتل ٣٧ په نامه پيل شوو عملياتو کې وژل شوي دي.

د هغه په وينا چې عمليات د اروزګان په چارچينو او ځينو نورو سيمو کې پيل شوي دي.

عيسى وايي چې ١٦ تنه وسله وال په چارچينو ، ١٥ وسله وال په چورې او ترينکوټ ښار کې وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.