د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"مورا" له لوړې ماليې، د زورواکو له لاسوهنې او د دولت له نه پاملرنې شکايت کوي

"مورا" له لوړې ماليې، د زورواکو له لاسوهنې او د دولت له نه پاملرنې شکايت کوي

Nov 28, 2017 - 15:18

کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٦): د ښځو ښوونيز بنسټ (مورا) د لوړې ماليې له ورکړې، د زورواکو له لاسوهنې او ورته بنسټونو ته د دولت له نه پاملرنې شکايت کوي او وايي چې که وضعيت همداسې دوام وکړي، دغه بنسټ به پر زياتو هڅو سربېره هم بند شي.

د افغان ښځو لپاره ځانګړى بنسټ (مورا) ښوونيز او تحصيلي ارګان، د کابل ښار په شمال لوېديځ کې موقعيت لري چې د ښوونيزو دانيو، ليليې، کنفرانس سالون، کتابتون او لوبغالي په لرلو سره په ٢١جريبه ځمکه کې جوړ شوى دى.

د دغه ارګان ټولې چارې چې مديريت، بڼوالي، صفا کاري، تخنيک او برېښنا په کې راځي، د مسلکي ښځو له لوري مخې ته وړل کېږي.

د ياد ارګان بنسټګر دوکتور عزيزالله امير له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د مورا د جوړولو مفکوره يې خپله ورکړې ده؛ ځکه چې د ماشومتوب پر مهال چې لا ٩ کلن نه و، مور يې د ښځينه ډاکترې د نشتوالي له امله نارينه ډاکتر ته د نه حاضرېدو په سبب د پوستکي د ډېرې عادي ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، کلتوري او دوديزو مسايلو او ديني ارزښتونو ته ژمنتيا د دې سبب شوې چې ګڼې کورنۍ هغو ښوونځيو، د لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو ته د خپلو لوڼو د ورتګ مخنيوى وکړي چې هلته هلکان هم دي.

هغه زياته کړه، د مورا د جوړېدو لپاره ورسره بله انګېزه دا وه چې کورنۍ خپلې لوڼې په ١٤-١٦ کلنۍ کې ودوي او کله چې مور شي، له زده کړو او تحصيل پاتې کېږي، دغه مرکز له داسې مېرمنو سره مرسته کوي چې خپل ماشومان وړکتون او د وړکتون د شيدو ورکولو څانګې ته وسپاري او په ارام زړه درس ووايي.

هغه زياته کړه چې د دغه مرکز تر چتر لاندې د افغان ښځو د لوړو زده کړو موسسه، د افغان نجونو د روغتيايي علومو انسټيټيوټ، د افغان نجونو عالي لېسه او افغان وړکتون فعاليت کوي.

د نوموړي په خبره، ياد بنسټونه يوازې او يوازې افغان ښځو او نجونو ته د تعليم او تحصيل په موخه پرانيستل شوي چې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته په کې پام کېږي، د تدريس او مديريت چارې يې د لوړو زده کړو لرونکو ښځو پر غاړه ده.

امير زياته کړه، ځيني فکر کوي چې دغه مرکز د ولسمشر په مېرمن رولا غني پورې اړه لري، خو دا ناسمه ده، د هېڅ شخص او بنسټ له لوري نه تمويلېږي او يوازې د ده نوښت دى.

د نوموړي په خبره، دا په داسې حال کې ده چې رولا غني يوازې له معنوي اړخه د دغه بنسټ ملاتړ کړى او د پرانيستې په ورځ يې په غونډه کې ګډون کړى و.

امير په خپلو خبرو کې زياته کړه چې مورا له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده، خو هڅه کوي چې په ننګرهار، خوست، کندهار او بلخ ولايتونو کې هم څانګې ولري.

د هغه په خبره، په هېواد کې د پانګونې خراب وضعيت يې زړه مات کړى دى.

نوموړي زياته کړه: ((په افغانستان کې د نظام جوړښت داسې دى چې بايد فاسد وي او بايد مات شي، له بده مرغه چې عمومي وضعيت همداسې دى چې په ادارو کې شته فساد د کار اجازه نه درکوي.))

نوموړي پر حکومت نيوکه وکړه چې د ناسمو کړنلارو څخه يې يوه هم د اوچتو مالياتو ورکړه ده.

 

د امير په خبره، سره له دې چې مورا تېر کال شاوخوا ٢٠ ميليونه زيان کړى، خو سلګونه زره افغانۍ ماليه يې ورکړې ده.

د هغه په خبره، يوه شرکت چې ٢٠ ميليونه زيان کړى وي، مالي ملاتړ ته اړتيا ولري، دولت کولى شي چې فرصت ورکړي او کله يې چې عايد پيدا کړ، پر خپلو پښو ودرېد، ماليه دې پرې وضعه کړي.

نوموړي وويل چې د حکومت له لوري د ماليې له درکه د څو ميليارده افغانيو ترلاسه کول وياړ نه دى؛ ځکه چې په ترلاسه کولو سره يې ګڼې کارخانې او شرکتونه مات شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((مرکز مو له پنځو وزارتونو څخه د فعاليت جواز اخيستى او کله چې په بېلابېلو ادارو کې ستاسې يوه پاڼه له يوې څانګې نه بلې څانګې ته ځي، سرګرداني پيدا کوي، د هڅونې او ملاتړ په نوم څه نشته.))

امير خپل يو نيم کلن فعاليت ته په اشارې سره وويل، په داسې حال کې چې کابل ښاروالي د صفايي لپاره ورته کوم خدمتونه نه دي کړي، خو مورا په دې موده کې د صفايي له اړخه يو عشاريه دوه ميليونه افغانۍ ورکړې دي.

نوموړي زياته کړه: ((د داسې يوې طرحې سره چې د افغانستان په تاريخ کې لومړى ځل وړاندې کېږي، دغه مرکز ته ځمکه ورنه کړل شوه، په داسې حال کې چې د ښځو فکري وده په هېواد کې د جګړې او بېوزلۍ د پاى ته رسولو سبب ګرځي، خو برعکس نظام مو لا پسې وهي چې وده ونه کړى.))

هغه په ډاګه کړه چې د مورا تحصيلي او تعليمي مرکز د امنيت لپاره يې څه باندې لس ځلې له کورنيو چارو وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه کړې، څو هېڅ ځواب يې نه دى ترلاسه کړى.

نوموړي زياته کړه، پر دې سربېره د قانون له درکه هم پر يوه خصوصي اداره فشار راوړل کېږي، تر څنګ يې بيروکراتيک، امنيتي او د زورواکو فشارونه هم شته دي.

هغه وويل که چېرې د ستونزو دوام مورا اداره له سقوط سره مخ کړي، نو په يوه رهايشي ساحه او رسټورانټ به بدله شي او اوسنى ارزښت به ونه لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې ډېر ژر به په دې بنسټ کې ٥٠٠ ښځو ته د کار زمينه مساعده شي، خو تر اوسه پورې يوازې ١٣٠ ښځو ته د کار زمينه مساعده شوې او څه باندې زر تنه محصلين او متعلمين په دغه بنسټ کې پر زده کړو بوخت دي.

امير وويل، له بده مرغه چې په افغانستان کې ذهنيت داسې دى چې د نجونو په پرتله پر هلکانو زياته پانګونه کېږي  او ځينې کورنۍ د خپلو لوڼو تحصيلي لګښتونو ته چندان پاملرنه نه کوي چې دا خپله د مورا لپاره يوه ننګونه ده.

نوموړي د جزئياتو له ورکړې پرته وويل، د مورا ګڼ شمېر زده کوونکې د زور واکو په سپارښتنه په زور شامل شوې چې له شموليت يې ډډه نه شي کولى او صلاح په همدې شوې چې غلى پاتې شي.

نوموړي د حکومت پر اقتصادي کړنلارو د بيا کتنې غوښتنه وکړه، څو پانګه وال وهڅول شي او په ځانګړي ډول له ولسمشر محمد اشرف غني نه غواړي چې د ګټورو پانګونو لپاره ځانګړې هڅوونکي فرصتونه په پام کې ونيسي.

هغه زياته کړه چې ډېر ژر به د څو څانګو لرونکى لومړى او تخصصي روغتون هم ښځو ته د خدمت کولو په موخه جوړ شي چې ټول کارونه به يې د ښځو له لوري سمبالېږي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement