ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې له یو شمېر بېځایه شوو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له یو شمېر بېځایه شوو سره مرسته وشوه

author avatar
28 Nov 2017 - 10:41
ننګرهار کې له یو شمېر بېځایه شوو سره مرسته وشوه
author avatar
28 Nov 2017 - 10:41

جلال اباد- چاريکار (پژواک، ٧ ليندۍ ۹۶): د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش وسله والو تر منځ  جګړو له امله له بېځايه شوو سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ريیس غلام حیدر فقیرزي د ليندۍ په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوږياڼو ولسوالۍ له بېځايه شوو کورنيو سره يې د مرستې او د هغوی د سروې لړۍ پيل کړې ده او هره ورځ يې له يو شمېر کورنيو سره مرستې کېږي.

نوموړي زياته کړه، پرون یې هم له څلور سوه شپېته کورنیو سره په چمتلې ښارګوټې کې د NRC  ادارې له لوري د څه باندې یو میلیون افغانیو نغدي او همدا راز له درې سوه نورو کورنیو سره یې د پخلنځي توکو مرسته وکړه .

د هغه په وينا، په نغدي مرسته کې هرې کورنۍ ته اتلس زره افغانۍ نغدې ورکړل شوې او هغه کورنۍ چې د پخلنځي له وسايلو برخمنې شوې، وړاندې یې ورسره د څوارلس، څوارلس زره افغانيو مرسته کړې وه.

فقيرزى وايي، همدا راز یې د ولسوالۍ مقام ته څېرمه له درې اتيا کورنيو سره د يونسيار په مالي مرسته د پخلنځي وسايل، کمپلې او ترپالونو او له پنځه اويا نورو کورنيو سره یې د يونیسف په مرسته ژمني توکو مرسته وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په خوږياڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ د تازه جګړو له امله پرون هم ۲۵۰۰ کورنۍ بېځايه شوې دي.

په تېرو دوو مياشتو کې له دې ولسوالۍ زرګونه کورنۍ کډوالې شوې او د ژمي په دې يخو شپو کې په ډاګونو کې تر شنه اسمان لاندې او يا هم تر زړو خېمو لاندې شپې سبا کوي.

د يو بل خبر له مخې، د پنجشېر ولايت له ٢١١ اړو کورنيو سره هم مرستې شوې دي.

د پنجشېر د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس عبدالمجيد نورزي پژواک اژاسن ته وويل چې هرې کورنۍ ته د ٢٠٠ ډالر نغدي، ٤ تختې کمپلې او يوه بسته ژمنۍ جامې ورکړل شوې.

هغه زياته کړې چې له يادو کورنيو څخه يې ١٦٧ يې له لغمان، بغلان، نورستان، تخار، بدخشان، کندوز او بلخ ولايتونو څخه د نا امنيو له امله بې ځايه شوې  دي.

نورزى وايي چې دا خلک د پنجشېر ولايت په بېلا بېلو سيمو کې مېشت شوي دي.

د محمد اکبر چې د لغمان له دولت شاه ولسوالۍ څخه کډوال شوى، له يادو مرستو څخه د مننې تر څنګ د نورو مرستو غوښتنه وکړه. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.