کابل (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٦): حکومت په تهران کې د محمد محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان بهرني سیاست، ملي ګټو، ثبات، امنیت اونافذه قوانینو سره په ټکر کې وبللې او وايي چې د هغه څرګندونې په هیڅ وجه د افغانستان دولت د نظریاتو استازیتوب نه کوي.
د حکومت د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق تهران ته په خپل سفر کې، د "اهلبيت مينه والو" په نوم جوړې شوې غونډه کې د فاطميون د لښکر چې د سوريې په جګړه کې د ګډون په موخه په ايران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره جوړ شوى، له اصلي طراح جنرال قاسم سليماني څخه مننه کړې وه.
محقق ويلي: "له ټولو جنګیالیو څخه چې که هغوى له عراق، سوریې، ایران، افغانسان، پاکستان او د نړۍ له هرې برخې چې په دغې جګړه کې ونډه اخیستې،دا په حقيقت کې د کفر او نړيوال استکبار د دسيسو پروړاندې د اسلام جګړه وه،بريالي شول له دوى څخه د زړه له کومې مننه کوم."
د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د افغانستان دولت له اوږدې مودې راهیسې تراوسه د داعش په ګډون د تروریستي ډلو پر ضد سخته او جدي مبارزه کې قرار لري او په دې لاره کې یې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي.
سرچينه وايي، حکومت تل د تروریستي ډلو د نفوذ د زیاتېدو او د پلانونو د عملي کېدو مخنیوی کړی او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه همدا اوس د داعش او نورو تروریستي ډلو پر ضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.
خبرپاڼه زياتوي چې په تهران کې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق وروستۍ څرګندونې د افغانستان بهرني سیاست، ملي ګټو، ثبات و امنیت اونافذه قوانینو سره په ټکر کې دي او په هیڅ وجه د افغانستان دولت د نظریاتو استازیتوب نه کوي.
سرچينه وايي چې دا نظریات باید په هیڅ وجه د تشنج او خدای مکړه زموږ د خلکو تر منځ د نفاق لامل نشي. د افغانستان دولت دغه څرګندونې د هېواد د ملي ګټو او نافذه قوانینو په رڼا کې په جدي ډول څېړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان قوانین یواځې د ملي حاکمیت او د هېواد د ویاړلي بیرغ په چوکات کې د هېواد اتباعو ته د عسکري او نظامي خدمت جواز ورکوي او بس. افغانستان هیڅ وخت په نیابتي جنګونوکې ښکېل نه وو او نه به هم اجازه ورکړي چې دغه هېواد په راتلونکي کې، د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي.
د سرچينې په خبره ، د افغانستان دولت مصمم دی د خپلو هغو اتباعو ستونزه چې په نورو هېوادونو کې په شخړو کې شامل دي، په سیمه کې د بین المللي موازینو پر اساس د تفاهم او متقابل درناوي له لارې،حل کړي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي یووالي حکومت له ټولو ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو سره له دولت سره د دولت د اړیکو د اصل پر مبنا ښه مناسبات لري او د دغو اړیکو د لا پراختیا لپاره یې عملي ګامونه اخیستي او په راتلونکي کې به هم د هغو د پیاوړتیا لپاره اقدامات وکړي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن