ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبداللطيف مراد د کاپيسا والي وټاکل شو

عبداللطيف مراد د کاپيسا والي وټاکل شو

author avatar
29 Nov 2017 - 15:55
عبداللطيف مراد د کاپيسا والي وټاکل شو
author avatar
29 Nov 2017 - 15:55

محمودراقي- کابل ‎ (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٦): ولسمشر د يوه حکم له مخې عبداللطيف مراد د کاپيسا د نوي والي په توګه ټاکلى دى.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له خوا د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشرۍ د عالي مقام په منظورۍ عبداللطيف مراد په مافوق الرتبه بست کې د کاپيسا د والي په توګه ټاکل شوى دى.

سرچينې زياته کړې چې عبداللطيف مراد اوسمهال د افغانستان د سولې د عالي شورا غړى دى، لوړې زده کړې او ښې کاري تجربې لري.

د کاپيسا د ولایتي شورا رييس حسين سنجني پژواک اژانس ته وويل چې مراد د دغه ولايت د کوهبند ولسوالۍ د بولغين درې اوسېدونکى دى.

هغه زياته کړه چې نوموړى د جمعيت اسلامي ګوند غړى او د دغه ګوند د پخواني مشر استاد برهان الدين رباني د وياند عزيز مراد ورور دى.

سنجني د کاپيسا د والي په توګه د لطيف مراد ټاکنه پر ځاى بولي او زياتوي چې هغه تل د خلکو په منځ کې اوسېدلى دى او په ټولو مبارزو کې يې ونډه اخيستې ده.

د ولايتي شورا رييس وايي، هغه به د خپل مدیریت له امله وکولای شي د کاپیسا ولايت لپاره ډېر کارونه وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.