ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې له تېرو اووه مياشتو راهيسې نوى کابل بانک تړلی

پکتيا کې له تېرو اووه مياشتو راهيسې نوى کابل بانک تړلی

author avatar
29 Nov 2017 - 11:50
پکتيا کې له تېرو اووه مياشتو راهيسې نوى کابل بانک تړلی
author avatar
29 Nov 2017 - 11:50

ګردېز (پژاوک، ٨ ليندۍ ٩٦): د پکتيا لپاره په مرکز ګردېز کې د نوي کابل بانک يوازېنۍ څانګه له تېرو شاوخوا اووه مياشتو راهيسې تړل شوې چې له امله يې د بېلابېلو برخو زرګونه کارکوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي.

ياد بانک د غويي مياشتې په وروستۍ نېټه له وسله وال بريد وروسته تړل شوی چې د مسوولينو پر ګڼو ژمنو سربېره لا هم غیر فعال دی.

د بانک د تړل کېدو له امله امنيتي ځواکونه، ښوونکي او د نورو دولتي ادارو زرګونه کارکوونکي تنخواوې نه شي اخيستی او ټول، په تېره ښځينه ښوونکې يې له سخت حالت سره مخ کړې او د ژر پرانيستو غوښتنه يې کوي.

د ګردېز د حليمه خزان د نجونو لېسې امره حليمه خزان وايي چې د بانک له تړل کېدو راهيسې ښځينه ښوونکو خپلې مياشتنۍ تنخواوې نه دي ترلاسه کړې او له دې امله له ستونزو سره مخ دي.

خزان پژواک ته وويل: ((ټولې معلمانې ډېر زيات په مشکل کې دي، د معلم معاش هم کم دی او چې څو مياشتې ورنه کړل شي، نو تاسو خپله فکر وکړئ چې مشکلات به څومره زيات وي، کور خو مصرف او ضرورتونه لري او غواړي يې، نو له کومه يې کړو؟ سړي خو بيا هم ښه دي کولی شي بل ولايت ته پسې لاړ شي.))

د ګل محمد پکتياوال په نوم د ګردېز ښار د لومړۍ حوزې سرتېري چې د معاش اخيستو لپاره خوست ته تللی و، پژواک ته وويل چې هلته يې هم پر ډېر انتظار سربېره بيا هم تنخوا نه ده ترلاسه کړې.

پکتياوال وايي: ((معاش پسې خوست ته تللى وم، هلته یې هم راته وويل چې بانک خراب دی، اوس راشئ او وروسته راشئ؛ پيسې نه لرو چې په هوټل کې شپې وکړو بيا نور ډېره ګرانه راته پرېوځوي.))

د ګردېز د شاه قمبر لېسې سرښوونکی غلام حضرت ولسمل هم د بانک له تړل کېدو شکايت لري او وايي چې که لوګر ته په معاش اخيستو پسې ولاړ شي، نو پنځه سوه ۵۰۰ افغانۍ له دې امله ترې ګرځول کېږي چې د بل ولايت دی.

ولسمل وويل: ((موږ په دې نه پوهېږو چې بانک خلاصوي ولې نه؟ نو بل ځای ته انتقال خو يې ډېر وخت نه نيسي.))

يادو کسانو پر اړوندې مسوولينو غږ وکړ چې هر څه ژر ياده ستونزه هواره کړي.

بل لور ته په ګرديز ښار کې يو شمېر هټۍ وال هم د بانک له تړل کېدو شکايت کوي او وايي چې د بانک په تړل کېدو سره د پير او پلور بازار سوړ شوى دى.

په ګردېز ښار کې د خوراکي توکو يوه پلورونکي محمد يوسف پژواک ته وويل چې د بانک په تړل کېدو سره د دوى بازار هم سوړ شوى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.