ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: د ښرنې د لومړۍ حوزې امر او ريزرف کنډک قوماندان  دې محاکمه شي

لاريون کوونکي: د ښرنې د لومړۍ حوزې امر او ريزرف کنډک قوماندان دې محاکمه شي

author avatar
1 Dec 2017 - 10:47
لاريون کوونکي: د ښرنې د لومړۍ حوزې امر او ريزرف کنډک قوماندان  دې محاکمه شي
author avatar
1 Dec 2017 - 10:47

ښرنه(پژواک، ١٠ ليندۍ ۹۶): په پکتيکا کې لاريون کوونکو د دغه ولايت د لومړۍ حوزې د امر او ريزرف کنډک د قوماندان د علني محاکمې غوښتنه وکړه .

  درې ورځې وړاندې د ښرنې د لومړۍ حوزې د امر او د ريزرف د کنډک قوماندان ترمنځ د نښتې له امله نږدې پنځه ويشت کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دا درېيمه ورځ ده چې په پکتيکا کې د دې دوو قوماندانانو د علني محاکمې غوښتنه کيږي او پرله پسې لاريونونه روان دي.

د دغه لاريون يوتن ګډون وال عبدالصمد وايي، چې درې ورځې وړاندې د ښرنې په ښار کې د حوزې د امر او ريزرف کنډک د قوماندان  ترمنځ  نښته وشوه چې له امله يې نږدې پنځه ويشت کسانو ته مرګ ژوبله واوښته .

هغه زياته کړه چې دغو قوماندانانو په دولت کې زور او واسطه درلوده چې له امله يې بې ګناه هېوادوال قرباني شول.

ده له دولت څخه غوښتنه وکړه چې دغه کسان دې په پکتيکا کې علني محاکمه کړي او که دولت دا کار ونه کړي دوی به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

دلاريون بل ګډون وال صميم يار وايي،يو شمېر رسنيو راپور خپور کړی چې دغه جګړه قومي بڼه لري، دا په کلکو ټکو غندي او وايي چې دا جګړه  زورواکو  قوماندانانو ترسره کړې ده.

نوموړي وويل چې که  غوښتني يې ونه منل شي خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.

بل لاريون  کوونکي محمد امين بيا د ولايت رهبري په بې کفايتۍ تورنوي او د هغوى د لرې کولو غوښتنه کوي.

دکورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو رييس جنرال جليل کوهستاني چې د ولسمشر په لارښوونه ددې پېښې د څېړلو په موخه ښرنې ته راغلى د لاريون  کوونکو استازو ته ډاډ ورکړ چې دوی پېښه څېړي او ټول اړخونه يې په ډاګه کوي.

هغه زياته کړه، له څېړنو وروسته هغه کسان چې مجرم وګڼل شي  له قانون سره سم سزا به ورکړل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.