ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جلال اباد پرله پسې چاودنو کې درې تنه وژل شوي او ١٠  نور ټپيان دي

د جلال اباد پرله پسې چاودنو کې درې تنه وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي

author avatar
2 Dec 2017 - 12:35
د جلال اباد پرله پسې چاودنو کې درې تنه وژل شوي او ١٠  نور ټپيان دي
author avatar
2 Dec 2017 - 12:35

لومړى تعقيب - جلال اباد (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٦) : د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د درېيو پرله پسې چاودنو له ا مله درې تنه وژل شوي او  ١٠ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړونده د سلطانزوى  مارکېټ او انعکاس راډيو ترڅنګ په يوه رېکشاه کې چاودنه شوې، خو زيان يې نه درلود.

هغه زياته کړه چې تر لومړۍ چاودنې وروسته دوه نورې چاودنې هم وشوې چې له امله يې درې امنيتي کسان وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.

د والي وياند وويل، چاودنې د انعکاس راډيو تلوېزيون ودانۍ ته نږدې شوې، خو هغوى ته زيان نه دى اوښتى.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، تر لومړۍ چاودنې وروسته کله چې امنيتي ځواکونه سيمې ته راغلل؛ نو بله چاودنه وشوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دويمه چاودنه کې يو پوليس او د ملي امنيت د ښاري مدير په ګډون دوه د ملي امنيت کسان وژل شوي، اوه امنيتي سرتېري او درې ملکي وګړي ټپيان دي.

ددې چاودنو مسووليت چا نه دى منلى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.