لومړى تعقيب - جلال اباد (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٦) : د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د درېيو پرله پسې چاودنو له ا مله درې تنه وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړونده د سلطانزوى مارکېټ او انعکاس راډيو ترڅنګ په يوه رېکشاه کې چاودنه شوې، خو زيان يې نه درلود.
هغه زياته کړه چې تر لومړۍ چاودنې وروسته دوه نورې چاودنې هم وشوې چې له امله يې درې امنيتي کسان وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.
د والي وياند وويل، چاودنې د انعکاس راډيو تلوېزيون ودانۍ ته نږدې شوې، خو هغوى ته زيان نه دى اوښتى.
خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل، تر لومړۍ چاودنې وروسته کله چې امنيتي ځواکونه سيمې ته راغلل؛ نو بله چاودنه وشوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دويمه چاودنه کې يو پوليس او د ملي امنيت د ښاري مدير په ګډون دوه د ملي امنيت کسان وژل شوي، اوه امنيتي سرتېري او درې ملکي وګړي ټپيان دي.
ددې چاودنو مسووليت چا نه دى منلى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن