ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره مياشت د وړمې په پرتله مرګ ژوبله ٤٢ سلنه کمه شوې ده

تېره مياشت د وړمې په پرتله مرګ ژوبله ٤٢ سلنه کمه شوې ده

author avatar
3 Dec 2017 - 13:02
تېره مياشت د وړمې په پرتله مرګ ژوبله ٤٢ سلنه کمه شوې ده
author avatar
3 Dec 2017 - 13:02

کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ۹۶): افغانستان کې تېره مياشت ١٤٧بريدونو کې ١٤٧٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېرې ښيي چې د وړمې مياشتې په پرتله بريدونه ١٣ او مرګ ژوبله ٤٢ سلنه کمه شوې ده.

په تېره (نوامبر) مياشت کې د پژواک خبري اژانس خپاره شوي راپورونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د دې مياشتې بريدونه او نښتې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٧ ولايتونو کې شوې دي.

بريدونه

د نوامبر له بريدونو څخه ٦٧ مخامخ نښتې،٢٦ هدفي او ٢٦ هوايي بريدونه، ١٩ بېلابېلې چاودنې او ٩ ځانمرګي بريدونه دي.

د پژواک موندنې ښيي چې له ١٤٧٦ وژل شويو او ټپيانو له هرو ٢٥ تنو څخه پنځلسو ته په مخامخ نښتو، پنځو ته په هوايي بريدونو، درېيو ته په چاودنو، دوو تنو ته په ځانمرګيو بريدونو او يوه ته په هدفي وژنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

د پژواک موندنې ښيي چې تر ټولو ډېر (٢٧ بريدونه په ننګرهار،١٦ په غزني، ١٣ په فارياب، ١٢ په فراه او پاتې نور په ٢٣ ولايتونو کې تر سره شوي دي.

 پژواک وړمه مياشت له بادغيس، باميان، دايکنډي، تخار او نورستان څخه خو تېره مياشت له بغلان، باميان، دايکنډي، غور، نورستان، پنجشېر او سمنګان څخه د بريدونو راپور نه و تر لاسه کړى.

وړمه مياشت هم په ننګرهار کې د نورو ولايتونو په پرتله بريدونه ډېر وو.

د پوځي چارو شنونکى متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت وايي، په ننګرهار کې ځکه بريدونه ډېر دي چې له يوې خوا له پاکستان سره په پوله پروت ولايت دى او د پاکستان د استخباراتي سازمان (اى، اس اى) تر تاثير لاندې دى او له بلې خوا يې جغرافيايي جوړښت هم د مخالفينو د اوسېدو او فعاليت لپاره مناسب دى.

دى وايي له همدې امله چې په ننګرهار کې د دولت د وسله والو مخالفينو( طالبانو او داعشيانو) فعاليتونه ډېر دي او دولت هم پر هغوى بريدونه کوي، هلته د بريدونو شمېر د نورو ولايتونو په پرتله ډېرېږي.

مرګ ژوبله

د راپورونو له مخې، تېره مياشت په يادو ١٤٧ بريدونو کې ټول ٨٣٦ تنه وژل شوي او ٦٤٠ نور ټپيان دي.

په وژل شويو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د تېرې مياشتې د ټولې مرګ ژوبلې نږدې نيمايي په کندهار، ننګرهار، غزني، فراه او اروزګان ولايتونو او نيمايي نوره په پاتې ٢٢ ولايتونو کې اوښتې ده .

 

 

د يادې مرګ ژوبلې تر ټولو ډېره (١٨٣) د نوامبر په ١٤مه اوښتې ده. په دغه ورځ ډېره مرګ ژوبله د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې اوښتې وه.

 د کندهار امنيه قوماندانۍ ويلي چې په دې ورځ د پوليسو پر پوستو د وسله والو طالبانو په ډله ييزو بريدونو کې له ښکېلو غاړو څخه ٦٧ تنه وژل شوي ٥٠ تنه ټپيان دي.

دغه راز شمېرې ښيي چې تر کندهار وروسته ډېرو (١٧٣) تنو ته مرګ ژوبله په ننګرهار کې ځکه اوښتې چې هلته د نورو ولايتونو په پرتله د بريدونو شمېر هم ډېر و.

وړمه مياشت تر ټولو ډېرو (٢٩٧) تنو ته په پکتيا او (٢٦٨) تنو ته په ننګرهار ولايتونو کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د پژواک د راپورونو له مخې، د روان کال د نوامبر مياشتې مرګ ژوبله د تېر کال د همدغې مياشتې د مرګ ژوبلې په پرتله ١٣ سلنه کمه ده.  

افغانستان کې د مرګ ژوبلې په اړه د پژواک خبري اژانس مياشتني راپورونه ښيي چې روان ميلادي کال کې څه باندې ٢٣ زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. له دې کسانو څخه ١٣٥٥٠ تنه وژل شوي او نور ټپيان دي.

 د پوځي چارو شنونکي متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت وايي، د جګړې مرګ ژوبله د جګړې په څرنګوالي پورې اړه لري؛ که چېرې جګړه جبهه يي او په ډله ييز ډول وي نو مرګ ژوبله يې هم ډېره وي.

د ده په وينا، افغانستان کې ځکه بريدونه کله لږ او کله ډېر وي او يا کله بريدونه لږ خو کله ډېر خونړي وي، چې افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي ادارې “ای اس ای”په ګډون د نړۍ د ډېرو هېوادونو استخبارات فعاليت لري او د جګړې ډېروالى او لږوالى هم د همدې استخباراتي کړيو له پلانونو سره تړاو لري.

د ده په اند، له معمول سره سم هر کال د هوا په سړېدو او د ژمي په رانږدې کېدو سره د دولت د وسله والو مخالفينو بريدونه کمېږي، ځکه چې په ژمي کې د دولت ډېر وسله وال مخالفين د پوځې زده کړو او اکمالاتو لپاره پاکستان ځي. 

تېر ژمى هم د روان کال د نورو مياشتو په پرتله مرګ ژوبله کمه وه. په تېر ژمي کې په منځنۍ کچه هره مياشت   نږدې ١٥٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو د ګرمۍ په فصل کې په منځنۍ کچه هره مياشت نږدې ٢٥٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري، وايي په دې وروستيو کې د دولت د وسله والو مخالفينو تحرکات ٦٠ سلنه کم شوي دي.

هغه، په پسرلي او اوړي کې وسله والو مخالفينو ته د درنې مرګ ژوبلې اړول،  پر مخالفينو د بهرنيو او دولتي ځواکونو د هوايي بريدونو ډېروالى، پر پاکستان د نړيوالو فشارونو زياتېدل او تر يوه بريده د هوا سوړوالى د مخالفينو د تحرکاتو د کموالي لاملونه بولي.   

 

 

 د ده په اند، په ژمي کې به د افغان ځواکونو عمليات دوام ولري خو د مخالفينو بريدونه به کم شي.

هغه په دې اړه زياتوي:” له دې امله چې په پسرلي او اوړي کې دښمن ډېر تلفات ليدلي، نه شي کولاى په ژمي کې زموږ پر وړاندې ودرېږي.”

ژمي ته ځکه خوشحالېږو چې جګړې کمېږي.

دا د هغو افغانانو غږ دى چې جګړو يې د کورنۍ غړي ورځينې اخيستي او د  سولې تږي دي.

د ميدان وردګو ولايت د مرکز  اړوند د کوټي عشرو سيمې اوسېدونکی شمس الحق وايي، د تره زوى يې ٣١ کلن محمد خالد څو ورځې مخکې په سيمه کې د نښتې پر مهال په داسې حال کې په ګولۍ ولګېد او ووژل شو چې په باغ کې يې کار کاوه.

دى وايي چې له محمدخالد څخه يوه مېرمن او دوه لورګانې پاتې شوې.

هغه په داسې حال کې چې وايي، افغانان د سولې تږي دي،  په ښکېلو غاړو غږ کوي چې سوله وکړي تر څو د ده د تره د زوى په څېر نور افغانان ونه وژل شي او کورنۍ بې سرپرسته نه شي.

شمس الحق وايي، سږ کال د سختو جګړو له امله په ميدان وردګو او نورو ولايتونو کې د  ښکېلو غاړو تر څنګ ګڼ شمېر بې ګناه کسان ووژل شول.

هغه زياتوي:”نور مو د ډز له نومه نفرت کېږي، ژمي ته په دې خوشحاله يو چې په ژمي کې جګړې کمېږي او ګوندې چې څه وخت کراري شي.”

 دغه راز د کندهار د ميوند د مرکز اوسېدونکى علاوالدين چې څه موده مخکې يې بزګر ورور پټيو ته پر لاره د ماين په چاودنه کې ټپي شوى، وايي چې نور افغانان سخت له جګړو په تنګ راغلي او سوله غواړي.

هغه هم وايي، خلک ژمي ته خوشحاليږي ځکه چې په ژمي کې د جګړو له کمېدو سره مرګ ژوبله هم کمېږي.   

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.