هرات (پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٦): د هرات ولايتي شورا يو شمېر غړي او د دغه ولایت خلک د دغه ولايت پر برېښنا رياست د نيوکې تر څنګ وايي چې د برېښنا د بېل د وېش په هره دوره کې ورڅخه يوه اندازه پيسې د برېښنا بېل د بيې او بانکي کمېشن په نوم اخيستل کېږي.
په هرات ولايت کې د برېښنا د مشتريانو شمېر ٢٥٢ زره تنو ته رسېږي چې د دغه شمېر په تناسب د برېښنا د بېل د هرې دورې په وېش کې څه باندې شپږ ميليونه او درې سوه زره افغانۍ يوازې د قرطاسيې او بانکې کمېشن په نوم له خلکو اخيستل کېږي.
د هرات ولايت اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي د برېښنا اداره پر فساد او اضافي پيسو اخيستلو تورنوي او ټينګار کوي چې دغه ستره ستونزه دې وڅېړل شي.
د هرات يوه هټۍ وال عبدالحليم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د برېښنا د بېل هره پاڼه په ٩ افغانۍ چاپېږي، خو برېښنا اداره لس افغانۍ اخلي.
هغه زياته کړه: ((موږ حاضر يو چې د برېښنا بېلونه په نيمه افغانۍ چاپ کړو، خو د برېښنا رياست دغه زياتې پيسې له خلکو اخلي، تر څنګ يې سره له دې چې هره دوره کې ورته له ٢٠ تر ٤٠ زرو پورې د برېښنا بېل ورپسې راځي، دا اضافي پيسې هم د برېښنا د بېل او يا هم بانکي کمېشن په نوم له خلکو اخلي.))
د برېښنا د لګښت بېل چې هرې دوې مياشتې وروسته مشتري ته استول کېږي، لس افغانۍ يې د قرطاسيې او ١٥ افغانۍ هم د بانکي کمېشن په نوم مشتري اخيستل کېږي.
د هرات بل اوسېدونکي عماد مروه پژواک ته وويل: ((ممکن د دې ٢٥ افغانيو اخيستل ډېرې پيسې نه وي، خو که چېرته د مشترکينو له شمېره ټولې شي، زياتې پيسې دي، حکومت تل د ملت پيسې په بېلابېلو بهانو جېب ته اچولې دي.))
د هرات دغه اوسېدونکي په ملي شورا کې پر دې موضوع چې دوى يې پر خلکو ظلم او بې عدالتي بولي، په ملي شورا کې د هرات د استازو پر چوپتيا نيوکه کوي.
د هرات ولايتي شورا يو شمېر غړي هم په برېښنا شرکت کې پر فساد او اضافي پيسو اخيستلو نيوکه کوي او وايي چې د قرطاسيې د چاپ لګښت او بانکي کمېشن خپله د برېښنا شرکت مسووليت دی او بايد پر خلکو حساب نه شي.
د هرات ولايتي شورا مرستيال توريالي طاهري پژواک ته وويل: ((په هرات ولايت کې لږ تر لږه له ٣٠٠ نه تر ٤٠٠ زره پورې د برېښنا مشترکين لري چې په هره دوره کې ترې ٢٥ افغانۍ ټولې شي، نو زياتي پيسې کېږي.))
هغه وويل: ((قرطاسيه له خلکو سره څه تړاو لري؟ کله چې موږ مشتريان يو، ولې د قرطاسيې پيسې ورکړو. د برېښنا رياست دنده ده چې دا پيسې ورکړي او برېښنا رياست يو خدمتي رياست دى او بايد خدمت وکړي.))
د چارو کارپوهان هم له بېلابېلو لارو د برېښنا شرکت له لوري د پيسو پر اخيستو اندېښنه څرګندوي او د مخنيوي ټينګار يې کوي.
په هرات کې د چارو کارپوه احمد شفيق بهروزيان پژواک ته وويل: ((د قرطاسيې او بانکي کمېشن په بهانه د اضافي پيسو اخيستنه د دې لامل شوې چې خلک پر حکومت ورځ تر بلې بې باوره شي.))
په ورته وخت کې د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد هم د برېښنا رياست پر دغه کار خواشيني څرګنده کړه او ویې ويل چې د دې پيسو د لګښت مدرک نا څرګند دى او په همدې خاطر د هرات ولايت مقام د برېښنا ادارې له عمومي رياست څخه غوښتنه کړې چې د دې پيسو په اړه وضاحت ورکړي.
د هرات د برېښنا ادارې مشر وحيد کامراني وايي چې د قرطاسيې لس افغانۍ او ١٥ افغانۍ بانکي کمېشن د شرکت د قراردادونو يوه برخه ده.
هغه زياتوي: ((لس افغانۍ د قرطاسيې لپاره اخيستل کېږي چې د چاپ او له کابل نه يې تر هرات پورې د کرايې مصرف دى، اخيستل کېږي، دا پيسې د برېښنا شرکت د عوايدو جز دى او د شخص جېب ته نه ځي.))
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن