کابل(پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٦): ارګ وايي چې د ولسمشر په وينا کې د ټيکري کلمې ته اشاره د ځايي سنتي تعبيرونو د کارونې پر بنسټ شوې او د هېواد د ښځو مقام ته په کې د سپکاوي هېڅ کوم قصد نه و او نه شته، خو که بيا هم ترې د ښځو احساسات اغېزمن شوي وي، ولسمشر له هغوى بښنه غواړي.
د ولسمشرۍ ماڼې له مطبوعاتي دفتر څخه نن پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د ښځو د حقونو له ملاتړو دى او د هغوى د مقام د ساتنې او پياوړتيا په برخه کې يې په تېرو درېيو کلونو کې تل عملي او بې سارې هڅې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې له بده مرغه د ولسمشر د شنبې ورځې له څرګندونو ځينو کسانو ناوړه تعبيرونه کړي چې عامه افکار يې ګډوډ کړي دي. اصلا د شنبې ورځې وينا کې د ټيکري کلمې ته اشاره د ځايي مروجو تعبيرونو پر بنسټ وه چې په هېڅ ډول د هېواد د ښځو مقام ته په کې د سپکاوي کوم قصد نه و او نه شته، خو بيا هم که د ښځو احساسات له دې تعبير اغېزمن شوي وي، ولسمشر له هغوى بښنه غواړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر دفاع وزارت ته د سرحدي پوليسو د مسووليت سپارلو مراسمو کې وويل، د هغو کسانو د ادعا په اړه چې ګني يو شمېر حکومتي چارواکي له داعش ډلې سره همکاري کوي، غبرګون وښود.
هغه وويل:((هر څوک چې ادعا کوي ددې حکومت يو لوړ پوړى او منځنۍ غړى يا نور په داعش کې شامل دي، جر ئت دې وکړي، محکمې ته دې راشي، خپله ادعا دې ثابت کړي، که نه ټيکرى دې واغوندي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن