ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو ١٦کلونو کې د کليو پراختيا وزارت ټولې پروژې څېړل کېږي

په تېرو ١٦کلونو کې د کليو پراختيا وزارت ټولې پروژې څېړل کېږي

author avatar
3 Dec 2017 - 17:56
په تېرو ١٦کلونو کې د کليو پراختيا وزارت ټولې پروژې څېړل کېږي
author avatar
3 Dec 2017 - 17:56

کابل(پژواک،١٢ليندۍ٩٦): د کليوپراختيا انستيتيوت اجرايي رييس وايي چې په تېرو ١٦کلونو کې په دغه اداره کې د ترسره شويو پروژو د دقيق شمېر او د هغو د اغېزمنتوب د کچې د معلومېدو په موخه يوه سرتاسري څېړنه او ارزونه پيل شوې ده.

مختار غفارزوى له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې دغه پروګرام په دې وروستيو کې پيل شوى او ټاکل شوې ده چې د ١٣٨٠کال د مرغومې مياشتې له نيمايي څخه د ١٣٩٥کال د مرغومې تر نيمايي (٢٠٠٢تر٢٠١٦ميلادي کال) پورې په ٣٤ولايتونو کې د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د پروژو ټولنيزې او اقتصادي اغېزې وڅېړل شي.

هغه زياته کړه:" له دې سروې څخه زموږ موخه داده چې معلومه کړو ترسره شوې پروژې څومره ګټورې تمامې شوې دي او د کليوالو په ژوند کې يې څومره بدلون راوستلى او هغوى څه وړانديزونه لري."

د کليوپراختيا او بيا رغونې وزارت د انستيتيوت د مشر په خبره، دغه پروګرام به چې له يو ميليون ډالرو ډېر لګښت پرې راځي،تر پنځو راتلونکو مياشتو پورې د يادې ادارې د ٣٢٠کار کوونکو له خوا د ځايي پراختيايي شوراګانو له ٣٠زره غړو او د مېرمنو په ګډون د ٣٠٠زره کسانو( له هرې کورنۍ څخه يوتن) سره د مرکو له لارې ترسره شي.

غفارزوى وويل، ددغه پروګرام په بشپړېدو سره به معلومه شي چې کومې پروژې عملي شوې دي او خلک په کومو برخو کې ډېره اړتيا لري؛ څو له مخې يې نوې پروژې په پام کې ونيول شي.

هغه زياته کړه:" دغه راز د جي اى اس(GIS) پروګرام له لارې ټولې عملي شوې پروژې په نښه کېږي او کله چې په يوه کلي کې د اوبو رسونې د يوې پروژې لپاره د بېلګې په توګه پلان شي، ددغه پروګرام له لارې نېغ په نېغه معلومېږي چې پخوا په دې سيمه کې دې ته ورته پروژه ترسره شوې او کنه؟ که چېرې ترسره شوې وي، پر ځاى يې بله پروژه عملي کېږي."

د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت د انستيتيوت رييس وويل:" ددغې سروې په پايلو سره به موږ وتوانېږو چې معلومه کړو په دې وخت کې څومره خيالي پروژې شته او يا د خلکو د اړتياوو له مخې څومره پروژې ترسره شوې او ټولنيز او اقتصادي اغېزې يې څه دي."

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وروستيو ١٦کلونو کې په بېلابېلو برخو کې له ١٠٠زره ډېرې انکشافي پروژې لکه د سړک جوړول، د زراعتي اوبو رول، د څښاک د اوبو برابرېدل، د پلونو، پولګوټو،  استنادي ديوالونه او ويالو جوړېدل ترسره شوي دي.

د کليو پراختيا او بيا رغونې وزارت دې مقام په ډاګه کړه چې ټاکل شوې ده ددغه پنځه مياشتني پروګرام په پاى کې، د څېړنې او ارزونې پايلې ولسمشر ته وړاندې شي او په ورته وخت کې پاليسي جوړوونکي هم د خپلو پروګرامونو لپاره ګټه ترې پورته کولى شي.

مختار غفار زوى په ډاګه کړه چې دغه پروګرام د هغې برنامې له مخې ترسره کېږي چې پخوا په سوېلي کوريا کې عملي شوى او ښه پايله يې درلودلې ده؛ څو د ښارمېشتو کسانو په پرته د کليوالو د عايدو کچه زياته شي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره زمينه برابره کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.