ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې له لسو زيات رياستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي

په کندوز کې له لسو زيات رياستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي

author avatar
3 Dec 2017 - 14:34
په کندوز کې له لسو زيات رياستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي
author avatar
3 Dec 2017 - 14:34

کندوز(پژواک، ١٢ ليندۍ ٩٦): د کندوز ولايت ځايي سرچينې وايي چې ددې ولايت له لسو زيات رياستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي چې له امله يې د حکومتوالۍ چارې ټکنۍ شوې دي.

 د هغو معلوماتو پر بنسټ چې پژواک خبري اژانس تر لاسه کړي، راغلي چې د ولايت معاونيت، د ګمرک رياست، د مخابراتو رياست، د کرنې رياست، د پوهنې رياست، د عامې روغتيا رياست، د ولايت مالي او اداري رياست، د ولايت سکتوري رياست، عدليې رياست، د شېرخان بندر تصدي رياست او د سوداګرۍ رياست د هغو ادارو له ډلې دي چې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

 د کندوز ولايتي شورا او اوسېدونکي نيوکه کوي چې مرکزي ادارې ورته پاملرنه نه ده کړې او د سرپرستانو له لوري يې د ادارو مشري ددې لامل شوې چې تحصيل لرونکي ځوانان دولتي ادارو ته جذب نه شي او له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى کېدو ته اړ شي.

د ولايتي شورا غړي غلام رباني وويل چې ددې ولايت څه باندې لس ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي چې دا چاره په ادارو کې د کارونو د ټکني والي لامل شوې.

 هغه وويل:((اکثره رياستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي چې دا خپله اداري تناقض را منځته کوي او ښه عواقب نه لري، حکومت بايد په دې برخه کې جدي ګامونه اوچت کړي، د کندوز په ادارو کې سرپرستي پاى ته ورسوي او تحصيل لرونکو ځوانانو ته دې د کار زمينه مساعده کړي.))

د کندوز ولايتي شورا مشر امرالدين ولي هم وويل چې څه باندې لس رياستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، دا چاره ددې لامل شوې چې تحصيل کړي ځوانان ادارو ته لار پيدا نه کړي او د کندوز تر ټولو مهمې ادارې د سرپرستانو له لارې اداره کېږي.))

 له بلې خوا د کندوز ځوانان په دولتي ادارو کې له سرپرستۍ شکايت کوي او له دولته غواړي چې سرپرستۍ ته د پاى ټکى کېږدي.

د کندوز ولايت اوسېدونکي شفيق الله د هغه څه په اړه چې دى يې په ځينو دولتي ادارو کې بې عدالتي بولي، نيوکه وکړه او ويې ويل چې اکثره سرپرستان په شرايطو برابر نه دي او سرپرستي د کارونو د ټکني والي لامل شوې ده.

نوموړي زياته کړه:((تحصيل کړي ځوانان دې دولتي ادارو ته جذب شي، که داسې ونه شي  هغوى اړ دي چې د دولت د وسله والو مخالفينو له ليکو سره يو ځاى شي.))

 د کندوز يوه بل ځوان سيد نثار وويل چې سرپرستۍ د حکومتوالۍ بهير له ننګونو سره مخ کړى او له بلې خوا يې د ادارې په اډانه او هم خلکو ترمنځ ګڼې اندېښنې زېږولې دي.

دغه ځوان ټينګار وکړ چې د هېواد اوسني وضعيت ته په پام سره  دې  د ملي يووالي حکومت ډېر ژر په ځينو رياستونو کې د سرپرستۍ ستونزې د لرې کولو په اړه جدي اقدام وکړي، څو د حکومتوالۍ بهير په سم ډول مخته لاړ شي.

له بلې خوا د کندوز د پوهنې رياست يوه مامور د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې دوه کاله کېږي دا رياست د سرپرست له لوري اداره کېږي او په دې موده کې يې کار هم نه دى کړى، ځکه چې بشپړ اجرايي واک نه لري.

 نوموړي زياته کړه:((بايد د دوو کلونو په ترڅ کې د پوهنې يو رييس رياست ته معرفي شوى واى او موږ له دولت نه غواړو چې د سرپرستۍ دې پروسې ته د پاى ټکى کېږدي.))

له بلې خوا د کندوز والي اسدالله عمرخېل هم ددې پخلى وکړ چې ځينې ادارې چې د ولايت مقام معاونيت هم په کې شامل دى، د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او له مرکزي ادارې يې وغوښتل چې کندوز کې د سرپرستۍ بهير پاى ته ورسوي.

 نوموړي زياته کړه چې سرپرستان اجرايي صلاحيت نه لري او دا چاره د حکومتوالۍ د چارو د ټکني والي لامل شوې، هيله ده چې ژر تر ژره هغه دولتي ادارو ته چې د سرپرست له لوري اداره کېږي، د ازادۍ سيالۍ له لارې وړ کسان وګومارل شي.

په کندوز او نورو ولايتونو کې د سرپرستانو پر شتون داسې مهال نيوکه کېږي چې دا ستونزه په مرکز کې هم شته، اوسمهال ١٥ وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.