ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد د کانونو عوايد لوړ شوي

د هېواد د کانونو عوايد لوړ شوي

author avatar
4 Dec 2017 - 11:56
د هېواد د کانونو عوايد لوړ شوي
author avatar
4 Dec 2017 - 11:56

کابل (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٦): د کانونو او پټروليم وزارت وايي چې په روان مالي کال کې د هېواد د کانونو عوايد څه باندې شپږ ميليارده افغانيو ته رسېدلي چې د تېر مالي کال په پرتله د پام وړ زياتوالى څرګندوي.

د کانون او پټروليم وزارت وياند عبدالقدير مطقي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ١٣٩٥ مالي کال ټوليز عوايد ٤.٧ ميليارده افغانيو ته رسېدل، خو دا اندازه په روان مالي کال کې څه باندې شپږ ميليارده افغانيو ته رسېدلې ده.

نوموړي وويل چې د کانونو او پټروليم وزارت عوايد په داسې حال کې لوړ شوي چې تر اوسه پورې د کانونو په برخه کې نوي قراردادونه نه دي لاسليک شوي، مالي کال نه دى ختم شوى او احتمال لري چې د روان مالي کال تر پايه پورې  عوايد نور هم زيات شي.

 مطفي وايي: ((که چېرته د کانونو په برخه کې قراردادونه وشي، ممکن د وزارت عوايد نور هم ورسره لوړ شي.))

وياند وويل چې د عوايدو ټولونې په موخه يې د ثبت مرکز (ډېټا سنټر) جوړ کړى، په داسې حال کې چې پخوا دا ډول کوم سيستم نه و، خو اوس د کانونو وزارت مشرتابه د دغه سيستم په جوړولو سره هڅه کوي چې د کانونو عوايد په رڼه او منظم ډول سره را ټول کړي.

سرچينې د کانونو نا قانونه استخراج يوه ستره ننګونه وبلله او ویې ويل: ((موږ شاوخوا دوه زره ساحې مشخصې کړې دي چې هلته ممکن نا قانونه او غير فني کيندنې وشي.))

هغه وويل چې د هلمند، ننګرهار، بدخشان او يو شمېر نور سرحدي ولايتونه داسې ساحې لري چې د کانونو غير قانوني استخراج په کې روان دى، د دې تر څنګ په نا امنو او د طالبانو تر واک لاندې سيمو کې هم دا کار کېږي.

د هغه په خبره، دا ساحې د هېواد له امنيتي او دفاعي ارګانونو سره شريکېږي، څو د کانونو د نا قانونه استخراج مخنيوى وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کانونو او پټروليم نوماندې وزيرې نرګس نهان ولسي جرګې ته د باور رايې اخيستلو په موخه د خپل پروګرام وړاندې کولو پر مهال وويل چې د ظرفيت نشتوالى او له کانونو د دولت د عوايدو ټيټ والى ددې وزارت له عمده ننګونو دي چې که چېرته د ولسي جرګې باور رايه تر لاسه کړي، د کاني عوايدو لوړول به يې لومړيتوب وي.

هغه زياته کړه چې د دولت مشرتابه ته  وړانديز کوي، څو د هېواد د کانونو د ساتنې لپاره يو عالي کمېسيون جوړ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.