ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په دولتي بنسټونو کې د مېرمنو شتون  زيات شوی”

“په دولتي بنسټونو کې د مېرمنو شتون زيات شوی”

author avatar
4 Dec 2017 - 17:28
“په دولتي بنسټونو کې د مېرمنو شتون  زيات شوی”
author avatar
4 Dec 2017 - 17:28

کابل(پژواک،۱۳لیندۍ۹۶): د ښځو چارو وزارت مرستیاله وایي چې په دولتي ارګانونو په ځانګړې توګه د تصميم نیونې په کچه د مېرمنو شتون په نسبي ډول ۲۲سلنه زيات شوی دی، خو تر اوسه په دې برخه کې ډېرې ننګونې شته.

د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالې، نبیلې مصلح نن په کابل کې " په افغانستان کې په کاري چاپېريال کې د وړتيا لوړېدو لپاره غوره ‌طريقې " تر عنوان لاندې ناسته کې چې په کابل کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې(USAID) په همکارۍ جوړه شوې وه، په دولت کې د ښځو د رول په اړه خبرې وکړې.

نوموړې زیاته کړه:" په دولتي ادارو کې د ښځو شتون ۲۲سلنه ډېر شوی  په داسې حال کې چې د ښځو چارو وزارت پروګرام دا و چې سږکال دغه زیاتوالی ۳۵سلنې ته ورسېږي."

د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالې په دولتي ارګانونو کې د ښځو د رول او شتون پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل:" هېڅ هغه ټولنه پوره هوساینې ته نه شي رسېدای، چې ښځې ګډون په کې ونه لري او یا یې ګډون پیکه وي."

نبیلې مصلح وویل چې ټاکل شوې ده چې په راتلونکې کال کې په دولتي ادارو کې د مېرمنو د شتون د پراختیا او د دوی د اقتصاد د ښه کېدو لپاره پراخ پروګرامونه، په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت له خوا عملي شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خصوصي برخې د انکشاف مرستیال فیروزخان مجیدي چې په دې ناسته کې یې ګډون درلود وویل چې په تېرو څو کلونو کې مېرمنو په خصوصي برخه کې فعاله ونډه درلودلې ده.

د هغه په وینا، اوسمهال په هېواد کې له ۵۰۰ډېر واړه او لوی تجارتي شرکتونه د مېرمنو له خوا اداره کېږي.   

مجید وویل ،  د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چمتو دی چې د ښځو لپاره لا ډېرې تجارتي اسانتیاوې برابرې کړي او له هغوی سره په سوداګریزو چارو کې د پانګونې لپاره همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.