کابل(پژواک،۱۳لیندۍ۹۶): د زعفراڼو ګل لومړۍ جشنواره په داسې حال کې په کابل کې ترسره شوه چې سږ کال په دغه ولايت کې د زعفراڼو محصولات د تېر کال په پرتله زيات شوي دي.
د کابل د کرنې،مالدارۍ او اوبو لګولو رییس عمرجان منګل چې نن یې د زعفراڼو ګل په لومړۍ جشنواره او په ۱۳۹۶کال کې د مخکښو بزګرانو د ستاينې په مراسمو کې خبرې کولې، وويل چې دغه جشنواره د بزګرانو د ژوند او اقتصادي وضعيت د ښه کېدو څخه د ملاتړ او د هېواد د ملي اقتصاد د ودې په موخه جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې تېرکال په کابل کې ۳۹جریبه ځمکه کې زعفراڼ کرل شوي و؛ خو سږ کال د تېر کال په پرتله تر اووه جریبه ډېره ځمکه باندې زعفراڼ کرل شوي دي.
نوموړي وویل چې په روان کال کې په ۴۶جریبه ځمکه کې د زعفراڼو حاصل ۱۲کیلو ګرامو ته رسېدلی و او د تېر کال حاصل د سږ کال له محصولاتو څخه کم و؛ خو په دې اړه یې دقیق ارقام وړاندې نه کړل.
هغه په ډاګه کړه:" سږکال د کابل ولايت د مختلفو ولسواليو پر ۲۵تنو هغو بزګرانو چې د زعفراڼو له کښت سره مينه لري د زعفراڼو ټول ټال ۶۲۵۰کيلوګرامه پياز او کرنيزې بستې ووېشل شوې او بزګزانو د کابل د کرنې رياست د ځايي کار کوونکو له لارښوونو سره سم د زعفراڼو پياز کرلي دي."
منګل وويل چې په روان کال کې د کابل په ۱۴ولسوالیو کې ۴۲۰بزګرانو ته د کورسونو له لارې د زعفراڼو د کرکيلې، راټولولو، پروسس او بازار موندنې په برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي.
نوموړي د زعفراڼو په کرکيله، ساتنه، راټولولو او پروسس کې د مېرمنو رول ډېر وباله او ويې ويل چې اوسمهال د زعفراڼو شاوخوا ۸۰سلنه کار د مېرمنو له خوا ترسره کېږي او د دوی لپاره يې د عايدو ښه زمينه برابره کړې ده.
د کابل د کرنې رییس زعفراڼ د بزګرانو لپاره یو ګټور نبات وباله او ویې ویل چې دا د افغانسان سره زر دي، پلورل یې د بزګرانو لپاره یوه ښه سرچینه ده او دغه با ارزښته محصول د بزګرانو له اقتصاد څخه ملاتړ کوي.
هغه د زعفراڼو د کرلو لپاره د بزګرانو د علاقه مندۍ د زیاتېدو خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت هڅه کوي چې د زعفراڼو کښت پراخ، کیفیت او حاصل یې ډېر کړي.
د کابل د والي مرستیال محبوب الله محبوبي وویل چې په دغه ولایت کې د زعفراڼو کرکيله له شپږو کلونو را هيسې پيل شوې ده او د زعفراڼو د محصولاتو د زیاتېدو لپاره له پیله تر اوسه پورې بزګرو ته اغېزمن پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.
د کابل د ولایتي شورا غړي علي یزدان پرست هم د زعفراڼو کرکیله د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهمه وبلله او ویې ویل چې والیان او ولسوالان باید بزګرو ته د زعفراڼو د کرکیلې زمینه برابره کړي څو دغه نبات( زعفراڼ) د کوکنارو ځای ونیسي.
د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ یوه بزګر محمد یاسین وویل چې د زعفراڼو کرکیله یې څلور کاله پخوا پيل کړې ده او ددغه نبات د محصولاتو له امله یې د کورنۍ اقتصادي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن