شبرغان (پژواک، ۱۳ ليندۍ ۹۶): د جوزجان ولايت ځايي چارواکي وايي چې د داعش ډلې د ياد ولايت د درزاب ولسوالۍ د مرکزي لېسې تجهيزات، مېزونه او چوکۍ لوټلي دي.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وويل چې داعش وسله وال تېره شپه له ګردجنې هوا په ګټې اخيستو ښوونځي ته ننوتي او د ښوونځي ټول وسايل او تجهيزات يې له ځان سره وړي دي.
هغه زياته کړه: "د سيمې خلک نن سهار له دې موضوع خبر شوي او په اړه يې د ولسوالۍ مرکز ته خبر ورکړی او د داعش ډلې د ښوونځي ودانۍ ته زيان نه دی اړولی، يوازې تجهيزات يې ترې وړي دي."
د جوزجان ولايت د درزاب ولسوال بازمحمد داور وويل چې دغه ښوونځی د درزاب ولسوالۍ د مرکز په يو کيلومترۍ کې په اولاد کلي کې موقعيت لري ، داعشيانو له دې مخکې په ياد کلي کې د نجونو لېسه سوځولې وه او د هغې دروازې او ګړکۍ يې له ځان سره وړې وې.
د هغه په وينا، تېره شپه هغوی د همدغه کلي د هلکانو لېسې مېزونه، چوکۍ، فرشونه او نور تجهيزات له ځان سره وړي دي او که وضعيت همداسې دوام وکړي، هغوی به د ښوونځي کړکۍ او دروازې هم له ځان سره يوسي.
د جوزجان د پوهنې رييس عبدالحي يشين وويل: "موږ امنيتي چارواکو ته د امنيت د نه شتون له امله د درزاب ولسوالۍ د خراب وضعيت په اړه خبر ورکړی او په ياده ولسوالۍ کې داعش ډلې د فعاليت له امله د يادې ولسوالۍ له ټولو ۴۵ ښوونځيو څخه لږ تر لږه ۴۲ ښوونځي تړل شوي."
نوموړي وويل چې اوس په دې ولسوالۍ کې د داعش ډلې د فعاليت له امله شاوخوا ۱۷زره زده کوونکي له نامعلوم برخليک سره مخ دي او داعشيانو په قوش تپې ولسوالۍ کې هم ۱۲ ښوونځي تړلي دي.
هغه زياته کړه چې د داعش ډلې تر کنټرول لاندې سيمو کې شاوخوا ۶۳ ښوونځي تړلي او د پوهنې وزارت مقام هم له دې چارې خبر دی.
د جوزجان ولايت د پوهنې رييس وويل: "داعشيان تر خپل کنټرول لاندې سيمو ښوونځيو کې هرډول چلند کولای شي او موږ يې مخه نه شو نيولای. "
د قوش تپې ولسوالي د جوزجان ولايت له نا امنو ولسواليو څخه ګڼل کېږي چې ډېره برخه يې د داعش ډلې تر کنټرول لاندې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن