ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميان دوه امنيتي چارواکي د جنسي تېري په تور نيول شوي

د باميان دوه امنيتي چارواکي د جنسي تېري په تور نيول شوي

author avatar
5 Dec 2017 - 15:08
د باميان دوه امنيتي چارواکي د جنسي تېري په تور نيول شوي
author avatar
5 Dec 2017 - 15:08

باميان (پژواک، ١٤ ليندۍ ٩٦): په باميانو کې امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ يو لوړ پوړى افسر او بل د ملي امنيت رياست يو افسر پر يوه ١٩ کلنه نجلۍ د جنسي تېري په تور نيول شوي دي.

د باميانو امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو مدير جليل واثق پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د خلکو د سرچينو له لوري قوماندانۍ ته خبر ورکړل شو چې په فولادي دره سيمه کې په يوه رينجر موټر کې يوه ځوانه نجلۍ ځورول کېږي.

نوموړي زياته کړه: ((له دغه خبر وروسته مو سم دستي اقدام وکړ، نجلۍ، د قوماندانۍ افسر علي جعفر مشهور په علي بُکک  او د باميانو ولايت د ملي امنيت ارشد کارمند بهمن چې په رينجر کې وو، قوماندانۍ ته راوړل شول.))

هغه زياته کړه چې له څېړنې وروسته دې ١٩ کلنې نجلۍ چې د ښوونځي د ١٢ ټولګې زده کوونکې وه، اعتراف وکړ چې د امنيتي قوماندانۍ د يوه چارواکي علي بکک له لوري ورسره جنسي تاوتريخوالى شوى دى.

د باميانو ولايت د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير وويل چې د يادو درېيو کسانو دوسيه ترتيب او څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.

د باميانو د استيناف څارنوالۍ رياست سرپرست سيد عبدالقادر هاشمي پژواک ته وويل چې د تورنو دوسيې پرون ماښام څارنوالۍ ته ور رسېدلې او تر تعقيب لاندې دي، ١٩ کلنه نجلۍ هم امن خونې ته لېږدول شوې ده.

هغه په دې اړه چې  ايا پر دې نجلۍ تېرى شوى دى که نه؟ وويل: ((نه پوهېږم، تر اوسه د تورنو دوسيې نه دې څېړل شوې او کله چې په دې برخه کې څېړنې بشپړې شي، پايلې به يې څرګندې کړي.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.