ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ کروندګر وچکالۍ اندېښمن کړي

author avatar
5 Dec 2017 - 15:59
author avatar
5 Dec 2017 - 15:59

مزارشريف (پژواک، ١٤ ليندۍ ۹۶): د بلخ کروندګر پر دې اندېښنه دي، که چېرې د سږني ژمي ورښتونه همداسې کم وي، نو د للمي ځمکو له کرلو پر پاتې کېدو سربېره به د اوبي ځمکو کر هم اغېزمن شي.

د ژمي په را رسېدو لا هم په بلخ کې واوره نه ده شوې خو باران يو ځل ورېدلی دی.

د دغه ولايت کروندګر وايي چې په تېرو کلونو کې دغه وخت واورې او بارانونه ډېر وو چې د اوبي ځمکو تر څنګ به للمي هغه هم د غنمو د کر لپاره چمتو وې.

د چمتال ولسوالۍ کروندګر موسی خان پژواک ته وويل چې ۵۰ جريبه ځمکه لري، خو د اوبو د کمښت له کبله يې هر کال نيمه کري او نيم بل کال ته پرېږدي.

نوموړي زياته کړه چې د طبيعي اوبو د کمښت له امله دې چارې ته مجبور دي، خو که چېرې کلني  ورښتونه کم شي، نو کرنيزې چارې يې لا يې اغېزمنې کېږي.

د هغه په وينا، يوازې بلخ نه، بلکې د شمال ډېری للمي زاره دښتې د ژمي واورو او بارانونو ته په تمه وي، که چېرې ونه شي؛ نو نه شي کرل کېدای.

موسی خان وويل، دوی له همدې امله اندېښمن دي چې بايد تر دې دمه واورې شوې وای.

د بلخ ولسوالۍ کروندګر حاجي سليمان بيا وايي چې د ورښتونو نه کېدل يوازې للمي ځمکې نه، بلکې اوبي ځمکې هم په پوره توګه اغېزمنوي.

نوموړي زياته کړه چې په بلخ کې شته طبيعي اوبو د کرنيزو ځمکو اړتيا په سمه توګه نه شي پوره کولی، نو بارانونو او واورو ته ډېره اړتيا وي.

د هغه په وينا، دمګړۍ د ابيارۍ له لارې د اوبي ځمکو د اوبه کولو شونتيا نشته، بارانونه هم ونه شي نو د وچو ځمکو د قولبه کولو شونتيا له منځه ځي.

د کرنې په برخه کې کار کوونکي بريالي سلطان زوی پژواک ته وويل چې د بلخ ځمکې د طبيعي اوبو د کمښت له امله له يادو ستونزو سره هر کال مخ کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د دغه ولايت ځمکې په يوه ثانيه کې ۴۰۰ متر مکعب اوبو ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې په کې روانې اوبه يوازې ۳۴ متر مکعبه اړتيا پوره  کولی شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.