د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کاپیسا د ژورنالستانو مطبوعاتي اعلامیه

د کاپیسا د ژورنالستانو مطبوعاتي اعلامیه

Dec 05, 2017 - 10:37

۱۳/۹/ ۱۳۹۶: د کاپیسا ولایت  ژورنالېستان په ننګرهار ولایت کې پر انعکاس راډیو باندې د تېرې ورځې وسله وال برید غندي.

دغه برید په حقیقت کې د بیان د ازادۍ د مخنیوي په هدف شوی او بریدګر یې غواړي چې حقایق له خلکو څخه پټ وساتل شي.

د کاپیسا ژورنالېستان  له ټولو امنیتي ادارو او له حکومتي چاروکو غواړي، څو د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب په هدف جدي هڅې وکړي او کومې  ډلې او کسان  چې  رسنۍ او خبریالان په نښه کوي، هغوی ته دې سزا ورکړي.

د کاپیسا ژورنالېستان همدا ډول د خبریالانو له فدراسیون څخه غواړي څو د رسنیو د امنیت په هدف له امنیتي او دولتي چارواکو سره ځانګړې غونډه وکړي او پر هغو لارو چارو دې بحث وشي چې رسنۍ له دې ډول بریدونو څخه خوندي پاتې شي.

                                              په درنښت                         

د کاپیسا د ژورنالستانو ټولنه

 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement