ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د پنجوايي خلک خپلو ځمکو ته اوبه او حاصلاتو ته بازار غواړي

د کندهار د پنجوايي خلک خپلو ځمکو ته اوبه او حاصلاتو ته بازار غواړي

author avatar
5 Dec 2017 - 16:11
د کندهار د پنجوايي خلک خپلو ځمکو ته اوبه او حاصلاتو ته بازار غواړي
author avatar
5 Dec 2017 - 16:11

کندهار (پژواک، ۱۴ لیندۍ ۹۶): د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو کښتونو او باغونو ته اوبه او خپلو کرنیزو محصولاتو او مېوو ته بازار غواړي.

د دې ولسوالۍ یو شمېر مخور او قومي مشران نن (د لیندۍ ۱۴مه) ولایت ته ورغلي وو او خپلې ستونزې یې د کندهار له والي زلمي ویسا سره شریکې کړې.

د پنجوايي قومي مشرانو له والي سره په لیدنه کې وویل، د دې ولسوالۍ کروندګر او باغ لرونکي د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي او کافي اوبه نه لري.

د پنجوايي ولسوالۍ د پرمختيایي شورا مشر حاجي نېک محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دهلې بند د کندهار د اوو ولسوالیو د اوسېدونکو ځمکې او باغونه خړوبوي خو اوس له رسوباتو ډک شوی او خلکو ته کافي اوبه نه رسېږي چې پر کرنه او باغداري یې بده اغېزه کړې ده.

هغه زیاته کړه، د دې ولسوالۍ باغ لرونکي او کروندګر له تېرو څو کلونو راهیسې له دې ستونرې کړېږي او د کرنې لپاره کافي اوبه نه لري.

نوموړي دغه راز غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دوی میوو او نورو کرنیزو محصولاتو په کور دننه او بهر بازار پیدا کړي.

د دې ولسوالي یوه بل مخور حاجي نظر محمد پژواک اژانس ته وویل، حکومت ته په کار ده ځوانانو ته کار پیدا کړي، د کرنې د ودې په موخه د اوبو سرچینې ډېرې کړي.

هغه زیاته کړه، د اوبو د کمښت ستونزه تر ټولو جدي ده او په ډېرو ولسوالیو کې کروندګر اړ شوي پر خپلو ځمکو کوکنار وکري.

د نوموړي په وينا، د پنجوايي اوسېدونکو په تېرو کلونو کې سختې ستونزې او زيانونه ګاللي، ځکه دغه ولسوالي هغه مهال د وسله والو مخالفينو د فعاليت د يوه مهم مرکز په توګه پېژندل کېده او هره ورځ د ناامنيو او جګړو شاهده وه خو اوس د خلکو په مرسته په کې امنیتي حالت ښه شوی دی.

د غونډې نورو ګډونوالو هم په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت د ستونزې د حلولو، ځوانانو ته د کار موندلو او پرمختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د کندهار والي زلمي ویسا وویل، په دې وروستیو کې د دهلې بند د دېوالونو لوړولو د پروژې سروې روانه ده او وروسته به يې عملي چارې هم پیل شي.

هغه زیاته کړه، د دهلې بند د دېوالونو په لوړولو سره به تر ډېره د زراعتي اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.