ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ټاکنې پر ټاکلي وخت نه ترسره کېږي”

” ټاکنې پر ټاکلي وخت نه ترسره کېږي”

author avatar
5 Dec 2017 - 20:10
” ټاکنې پر ټاکلي وخت نه ترسره کېږي”
author avatar
5 Dec 2017 - 20:10

کابل(پژواک،۱۴ليندۍ۹۶):د " ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې او نوم لړ " مهال وېش ښي چې ټاکنې پر ټاکلې نېټې( د۱۳۹۷د چنګاښ۱۶مه)  نه ترسره کېږي.

ددغه مهال وېش له مخې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، د رايې ورکوونکو د معلوماتو او نوم لړ ليکلو بهير بايد د ۱۳۹۷کال د وري له ۶مې د زمري تر ۲۳مې برابر او بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو نېټه(۱۳۹۷د چنګاښ۱۶مه) ټاکلې ده.

ددغه مهال وېش پر بنسټ،د ۱۳۹۶کال د ليندۍ له ۲۴مې د کب تر ۱۲مې پورې مرکزي دفتر ته د رايې ور کوونکو د نوم ليکنې د وسايلو لېږد او تدارکاتي کارونه ترسره کېږي او د رايې ورکوونکو نوم ليکنه په درېيو پړاونو کې ترسره کېږي چې لومړی پړاو يې د وري له لومړۍ نېټې پيلېږي د غوايي په ۵مه پای ته رسېږي، دويم پړاو يې د ولسواليو په مرکزونو کې د غوايي له ۱۵مې پېلېږي او د غبرګولي په ۳مه پای ته رسېږي او درېيم پړاو يې په کليو کې د غبرګولي له ۱۵مې پېلېږي او د همدې مياشتې په۲۴مه پای ته رسېږي.

دغه راز په ياد شوي مهال وېش چې راغلي چې ددغو فعاليتونو سره همهاله د سيمه ييزو رييسانو، مرستيالانو او... ګمارل د ۱۳۹۶د ليندۍ له ۱۰مې د کب تر ۱۱مې ترسره کېږي.

سربېره پردې د ياد شوي مهال ويښ له مخې، په مرکزي دفتر کې د ښوونکو روزنه د ۱۳۹۶د سلواغې له ۲۱مې د کب تر لومړۍ نېټې پورې، د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د کار کوونکو ګمارل د ۱۳۹۶د مرغومې له ۱۱مې د کب تر ۱۹مې، د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د کار کوونکو او NRO روزنه د۱۳۹۶د کب له ۶مې د ۱۳۹۷د وري تر ۴مې پورې، په دويم پړاو کې د ولسواليو د ټاکنيزو مسوولانو، مرستيالانو او د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې د کار کوونکو روزنه د ۱۳۹۷د وري له ۱۲مې د غوايي تر ۱۳مې، او د عامه تبليغاتو کمپاین د ۱۳۹۶د سلواغې له مياشتې پيل د ۱۳۹۷او تر غبرګولي مياشتې پورې ترسره کېږي.

دغه مهال وېش ته په پام سره،د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو د چمتوالي ټول بهيرونه د۱۳۹۷د زمري تر ۲۳مې نېټې پورې بشپړ کېږي، په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ټاکنو ترسره کېدو لپاره د ۱۳۹۷د چنګاښ۱۶مه نېټه اعلان کړې ده.

د افغانستان د عادلانه او رڼو ټاکنو د څارنې (فيفا) اجرايي مشر يوسف رشيد وويل چې که چېرې د رايې ورکوونکو د نوم لړ او نوم ليکنې دغه مهال وېش کره او نهايي وي، د اندېښنې وړ دی.

هغه زياته کړه:" ددغه مهال وېش له مخې، د ۱۳۹۷د زمي ۲۳مه نېټه د پروسې ختم اعلان شوی دی، ښکاري چې د ټاکنو د ترسره کېدو نېټه بدلون مومي او د بحث وړده چې نوموړی کمېسيون ولې په پټه کې پلان لري چې ټاکنې له هغه نېټې څخه چې اعلان کړې يې ده، وځنډوي. "

نوموړي د رايې ور کوونکو د نوم لړ برابرېدل هم مهم وبلل او ويې ويل چې کمېسيون اړ دی چې د رايې ورکوونکو د نوم لړ جوړېدل له صفر څخه پيل کړي او په شرايطو برابرو ټولو کسانو نومونه وليکي، خو په مهال وېش کې راغلې موکه محدوده ده او ښايي ميليونونه کسان په ټاکنو کې له ګډون څخه بې برخې شي.

د افغانستان له ټاکنو څخه د څارنې د بنسټ (ايوا) مشر جانداد سپين غر  د ولسي جرګې او ولسواليو شورا ګانو د ټاکنو ترسره کېدو اعلان شوې نېټه د رايې ورکوونکو د نوم لړ برابرېدو له مهال وېش سره ضد او نقيض وبلله او ويې ويل چې هغه تاريخ ته په پام سره چې د رايې ورکوونکو د نوم لړ د بشپړېدو لپاره ټاکل شوی دی، ټاکنې ځنډېږي او دا کار د اندېښنې وړ دی.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون دغه مهال وېش نهايي نه ګڼي او وايي چې ياد شوی مهال وېش، له ټاکنو د خپلواک کمېسيون د تخنيکي برخې له خوا برابر شوی، خو تر اوسه د کمېشنرانو له خوا نه دی تاييد شوی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.