ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلي: له ‌طالبانو سره د سولې خبرو د پيل لپاره هېڅ مخکې شرط نه لرو

خليلي: له ‌طالبانو سره د سولې خبرو د پيل لپاره هېڅ مخکې شرط نه لرو

author avatar
6 Dec 2017 - 18:14
خليلي: له ‌طالبانو سره د سولې خبرو د پيل لپاره هېڅ مخکې شرط نه لرو
author avatar
6 Dec 2017 - 18:14

کابل (پژواک، ۱۵ ليندۍ ۹۶): د سولې عالي شورا له طالبانو د سولې خبرو د ‌طرحې وړاندې کولو غوښتنه وکړه او ويې ويل، په هر ميکانيزم چې طالبان يې غواړي، د سولې خبرو ته چمتو دي او ان په کابل کې د طالبانو د دفتر برانيستلو لپاره زمينه برابروي.

د سولې د عالي شورا مشر محمد کريم خليلي چې نن يې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل: "موږ په تېرو پنځو مياشتو کې له خپلو کورنيو کارونو څخه وز ګار شوو، يعنې له خپل وس سره سم مو کار وکړ او ورپسې پړاو کې به د ‌طالبانو له تحريک سره د رسمي يا غير رسمي خبرو زمينې او خبرو اترو تعقيب ته داخلېږو."

نوموړي زياته کړه: "نن ډېر هيله من يو چې د اصلي موخې په برخه کې چې د جګړې ختمېدل او سولې رامنځته کېدل دي، ګام پورته کړو، په دغه ارګان کې وړتياوې رامنځته شوې دي او هيله من يو چې په دغه پړاو کې لاسته راوړنې ولرو."

هغه وويل چې د سولې شورا له سياسي ګوندونو، نفوذ لرونکو شخصيتونو، قومي مشرانو، عالمانو، مدني فعالانو او مېرمنو سره مشورتي ناستې ترسره کړې دي او هغوی د سولې په اړه خپل ليدلوري وړاندې کړي دي.

د سولې د عالي شورا مشر زياته کړه چې دغه شورا به د سولې د خبرو هر پړاو له خلکو سره شريک کړي او او په دې اړه به هېڅ پرېکړه له عامه ذهنونو څخه پټه نه شي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد اکرم خپلواک په نننۍ خبري غونډه کې وويل چې دغه شورا د سولې د خبرو مېز ته د طالبانو راوستو او ناستو ترسره کولو لپاره  په څرګندې ستراتيژۍ کار کوي.

د نوموړي په وينا، ټاکل شوې ده چې د راتلونکې يوې مياشتې په اوږدو کې په کابل کې يوه ستره ناسته ترسره شي چې عالمان، د ګوندونو استازي، قومي مشران، مدني فعالان او مېرمنې به ګډون په کې ولري.

نوموړي وويل: "له طالبانو څخه غواړو چې هر ميکانيزم چې دوی ته د منلو وي، موږ چمتو يو چې د هماغه ميکانيزم له لارې د سولې خبرې پيل کړو."

د هغه په وينا، افغان حکومت او د سولې عالي شورا، د سولې خبرو د پيلولو لپاره هېڅ ډول وار مخکې شرط نه لري او پر طالبانو په خلاص لاس او اخلاص سره غږ کوي چې راشي او د سولې د خبرو مېز ته کېني.

نوموړي وويل، د قومي جرګې، خير غوښتونکو بنسټونو، جهادي شخصيتونو او اسلامي عالمانو په منځګړتوب او يا هره لار چې طالبان يې وړاندې کوي، حکومت او د سولې عالي شورا چمتو دي چې له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي.

نوموړي وويل: "د طالبانو له مشرانو که په قطر، پاکستان او يا بل هر ځای کې چې دي، غواړو چې د حزب اسلامي په شان دې له سولې سره يو ځای شي او که وغواړي چمتو يو چې دوی ته په کابل کې دفتر او ټولې اسانتياوې ورته برابرې کړو."

نوموړي وويل چې د سيمې او نړۍ ټول هېوادونه د افغانستان د سولې له بهير څخه ملاتړ کوي او یوازې پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کې سوله رامنځته شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.