کابل (پژواک ١٥ ليندۍ ٩٦): د کندهار د دهلې بند د پراختیا د مطالعاتو، د پلخمري بند د پراختیا او د دروازو د بیارغونې او هم د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د یو مېګاواټ لمریزې برېښنا د تولید سیستم د جوړېدو تړونونه لاسلیک شول.
له سپېدار ماڼۍ پژواک خبري اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار د دهلې بند د پراختیا د مطالعاتو تفاهمليک د ٢،٢ میلیونه ډالرو، د پلخمري بند د بیارغونې تړون د ٢،٢ او د هرات د شینډنډ ولسوالۍ د لمریزې برېښنا تړون د ٢،٨ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوبو او برېښنا وزارت او قردادي شرکتونو تر منځ لاسلیک شول.
سرچينه کاږي، په دې اړه په سپېدار ماڼۍ کې جوړ شوو مراسمو کې د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني وویل، د اوبو تنظیم او د بندونو رغول د ملي یووالي حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او دوی د نړیوالو اصولو په رڼا کې د افغانستان اوبه مهاروي.
هغه زیاته کړه، د برېښنا په برخه کې خصوصي سکتور پانګونه پيل کړې او دوی هڅه کوي له دې وروسته د اوبو د مهار او ښه تنظيم په برخه کې هم خصوصي سکتور ته د پانګونې زمینه برابره کړي.
نوموړي په هېواد کې له اوبو سره د ناسم چلند او هم د اوبو د زېرمو کمېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل، هېوادوال باید په دې اړه له پوره احتیاطه کار واخلي.
عثماني وویل، افغانستان نه غواړي چې اوبه د سیمې د هېوادونو تر منځ د کشمشکونو او منازعاتو د رامنځته کېدو لامل شي، بلکې د نړیوالو اصولو له مخې افغانستان حق لري چې خپلې اوبه مهار کړي، په سالمه توګه ترې ګټه واخلي او له شک پرته چې اوبه او انرژي د هېواد په پراختیا کې اساسي رول لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن