کابل(پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٦): د نورستان والي وايي چې په تېرو درېيو کلونو کې په دغه ولايت کې د ١٥٠ کيلومتره سړک د جوړېدو تر څنګ د يوه روغتون او پنځو ښوونځيو ودانيزې چارې پيل شوې او د ولايت امنيتي وضعيت هم ښه شوى دى.
د دغه ولايت والي حافظ عبدالقيوم نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې درې کاله وړاندې نورستان د هېواد له نا امنو ولايتونو څخه شمېرل کېده، څو ولسوالۍ يې له طالبانو سره وې او عمومي لاره يې هم بنده وه.
خو نوموړي وويل چې اوسمهال د نورستان- کونړ لويه لاره له تر ټولو خوندي لارو څخه ده، د کامدېش، وايګل او دواب ولسواليو مرکزونه هم د دولت له وسله والو مخالفينو نيول شوي دي.
د هغه په خبره، په تېرو درېيو کلونو کې ١٥٠ کيلومتره سړک او ٩ پلونه جوړ شوي او په هغو سيمو کې چې سړک نه لري، په کې د ٤٤ کيلومتره سړک جوړولو پروژو قرارداد شوى دى.
هغه وويل چې د برېښنا د دوو بندونو (استوى/٧٥٠ کيلوواټه او پارون/١٠٠٠ کيلوواټه) کار بشپړ شوى او تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به ګټه اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه زياته کړه چې د نورستان د ولايتي روغتون او د پنځو ښوونځیو ودانۍ د جوړېدو په حال کې دي، خو دا په داسې حال کې ده چې په دغه ولايت کې ٧٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.
نوموړي له ملي سوداګرو وغوښتل چې په دې ولايت کې د تفريحي ځايونو پر جوړولو پانګونه وکړي، ځکه چې نورستان ډېرې ښکلې او د ليدلو وړ سيمې لري او د دا ډول ځايونو په جوړېدو سره به د سيلانيانو پام نورستان ته واوړي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې داعش ډله په دې ولايت کې فعاليت نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن