ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک “اېس اېم اېس” خدمتونو ته په لاسرسي سره، له تازه پېښو خبر شئ!

د پژواک “اېس اېم اېس” خدمتونو ته په لاسرسي سره، له تازه پېښو خبر شئ!

author avatar
6 Dec 2017 - 18:23
د پژواک “اېس اېم اېس” خدمتونو ته په لاسرسي سره، له تازه پېښو خبر شئ!
author avatar
6 Dec 2017 - 18:23

کابل (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٦): د پژواک خبري اژانس د روشن مخابراتي کمپنۍ په همکارۍ د لنډو پيغامونو (SMS) لېږلو له لارې د خبر رسونې سيستم پيل کړ، څو خلک تازه پېښو ته ژر او په اسانه لاسرسى ومومي.

دغه سيستم نن (د ليندۍ ١٥مه) رسماً پيل شو. د روشن ګډونوال په ورځنيو، اونيزو او مياشتنيو بستو کې د ګډون له لارې له دغو خدمتونو ګټه اخيستلاى شي.

له نېکه مرغه چې په تېره يوه نيمه لسيزه کې د هېواد په ګڼو سيمو کې مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي فرصتونه برابر شول، خو په ډېرو لرو پرتو سيمو کې لا هم د ډله ييزې اطلاع رسونې وسايل او اسانتياوې نشته، خو له مخابراتي سيستم (ټېليفون) څخه ګټه اخيستل کېږي.

دې ډول ځانګړتياوو ((مخابراتي سيستم [ټېليفون])) ته په پام او هېوادوالو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، پژواک خبري اژانس وياړ لري چې د روشن شبکې په همکارۍ ګرځنده موبايلونو ته د پيغام له لارې د خبر رسونې سيستم (د پژواک اژانس خپرنيزو توکو ته د هېوادوالو د لاسرسي په موخه) په رسمي ډول پيلوي.

پژواک خبري اژانس ژمن دى چې د روشن شبکې له لارې د هېواد مهمې پېښې په کم وخت کې تر هېوادوالو پورې ورسوي او دغه راز به د تېلو او ګازو بيې، د اسعارو بيې د ترانسپورټ او هوايي پروازونو په اړه معلومات د روشن ټېليفون لرونکو ته وړاندې کړي او په راتلونکي کې هم په کره او متوازن ډول خلکو ته د اطلاع رسونې د اسانتياوو برابرولو په برخه کې د يادې چارې د بډاينې لپاره نور ګامونه هم واخلي.

د لنډو پيغامونو (SMS) کڅوړې په لاندې ډول دي:

له ورځنيو، اونيزو او مياشتنيو کڅوړو استفاده کول، د خبر رسونې خدمتونو د کاروونکو په انتخاب پورې اړه لري، روشن او پژواک خبري اژانس ليکلو پيغامونو ته د لاسرسي لرونکو له انتخاب سره سم خپلو ګډونوالو ته د افغانستان تازه خبرونه، د ګاز او تېلو بيې، د اسعارو بيې د ترانسپورټ او هوايي پروازونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ژمنتيا لري.

د افغانستان تازه خبرونه:

  • که چېرې غواړئ، همدا اوس (د افغانستان له تازه خبرونو خبرېدل) له خدمتونو د ۳ افغانيو په بدل کې هره ورځ ګټه واخلئ، نو د خپل ټېليفون پيغام پاڼه کې د پښتو، دري او د انګليسي لپاره ND وليکئ او د ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
  • که د ۱۰ افغانیو په بدل کې د یوې اوونۍ لپاره ګډون ته لېوال یاست، نو خپل ټېليفون کې NW ولیکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
  • که چېرې د ۳۰ افغانیو په بدل کې د يوې مياشتې لپاره خبرونو ترلاسه کولو ته لېوال یاست، نو لطفاً د خپل ټېليفون پيغام پاڼه کې د NM وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.

د تېلو بيې:

  • د تېلو بيې ورځني خدمتونو کې ګډون په ۳ افغانۍ دی، نو لطفاً د خپل ټيلېفون پيغام پاڼه کې FD وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
  • که غواړئ چې دغه خدمتونه د يوې اوونۍ لپاره د ۱۰ افغانيو په بدل کې ترلاسه کړئ، نو هیله ده FW وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
  • د تېلو او ګاز بيې د يوې مياشتې لپاره د ۳۰ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو په موخه FM وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.

د اسعارو بيې:

  • د اسعارو بيې ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه ۳ افغانۍ ده، نو لطفاً د خپل ټيلېفون پيغام پاڼه کې CD وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
  • که غواړئ چې دغه خدمتونه د يوې اوونۍ لپاره د ۱۰ افغانيو په بدل کې ترلاسه کړئ، نو هیله ده CW وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
  • د اسعارو بيې د يوې مياشتې لپاره د ۳۰ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو په موخه CM وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.

د ترانسپورټ او هوايي پروازونو په اړه معلومات:

  • د ترانسپورټ او هوايي پروازونو په اړه معلوماتو ته د لاسرسي ورځني ګډون بيه ۳ افغانۍ ده، نو لطفاً د خپل ټيلېفون پيغام پاڼه کې HD وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
  • که غواړئ چې دغه خدمتونه د يوې اوونۍ لپاره د ۱۰ افغانيو په بدل کې ترلاسه کړئ، نو هیله ده HW وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.
  • د ترانسپورټ او هوايي پروازونو په اړه معلومات د يوې مياشتې لپاره د ۳۰ افغانيو په بدل کې ترلاسه کولى شئ. د ترلاسه کولو په موخه د HM وليکئ او ٥١٢ شمېرې ته يې واستوئ.

پژواک خبري اژانس وياړ لري چې د روشن له مخابراتي کمپنۍ سره په همکارۍ د دغه سيستم د فعالولو له لارې د خپلو ګرانو هېوادوالو په خدمت کې دى.

د پژواک خبري اژانس دغه خدمات چې اوسمهال د روشن مخابراتي کمپنۍ په مشارکت سره پيل شوي، دغه اژانس پلان لري چې دغو خدمتونو ته د لنډو پيغامونو (SMS) له لارې د هېواد د ټولو مخابراتي شبکو له لارې پراختيا ورکړي.

روشن (د افغانستان د مخابراتو د پراختیا شرکت) د افغانستان مخکښه مخابراتي کمپنۍ ده چې تر ۶،۲ میليونو څخه ډېر فعال پېرېدونکي او تر ټولو غوره شبکه لري چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۸۷ څخه ډېرې ولسوالۍ او ښارونه یې تر پوښښ لاندې راوستلي دي .

د لا زياتو معلوماتو لپاره له ۰۷۹۰۵۱۲۵۱۲ شمېرې او يا هم [email protected] برېښناليک سره اړيکه ونيسئ.

د خپلو ستونزو د حل لپاره د روشن رسمي وېبپاڼې (www.roshan.af) یا رسمي فېسبوک پاڼې (www.facebook.com/RoshanConnects) ته مراجعه وکړئ. تاسو همدارنګه کولای شئ روشن د ټويټر له لارې @roshanconnects هم تعقیب کړئ.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.